ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سمنګان کې یوه پېغله وژل ‌شوې ده

سمنګان کې یوه پېغله وژل ‌شوې ده

author avatar
9 Jun 2023 - 11:16
سمنګان کې یوه پېغله وژل ‌شوې ده
author avatar
9 Jun 2023 - 11:16

ایبک (پژواک، ۱۹ غبرګولی ۱۴۰۲): د سمنګان امنیتي مسوولین وايي، د دغه ولایت په مرکز ایبک ښار کې یوه ځوانه نجلۍ د خپل پلار او مور له لوري زندۍ او وژل‌ شوې ده.

د سمنګان د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر وايي چې یاده پېښه پرون د زندان درې اړوند په «تکیه» کلي کې شوې ده.

سرچینې وویل، وژل‌ شوې نجلۍ شاوخوا ۱۸ کلنه وه او لومړنۍ څېرنې ښیي چې د خپل پلار او مور له لوري د کور په تهکوي کې راځوړنده او وژل ‌شوې ده.

هغه زیاته کړه، د یادې نجلۍ مړی امنیتي کسانو د ولایت روغتون ته لېږدولی دی.

د سمنګان امنیه قومانداني وايي، د نجلۍ پلار او مور نیول شوي چې پر خپل جرم یې اعتراف کړی او د قضیې په تړاو نورې پلټنې روانې دي.

Views: 68

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.