ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې یو شمېر نانوايي‌ګانې له لایحې د سرغړونې له امله تړل شوې دي

بلخ کې یو شمېر نانوايي‌ګانې له لایحې د سرغړونې له امله تړل شوې دي

author avatar
9 Jun 2023 - 11:02
بلخ کې یو شمېر نانوايي‌ګانې له لایحې د سرغړونې له امله تړل شوې دي
author avatar
9 Jun 2023 - 11:02

مزارشریف (پژواک، ۱۹ غبرګولی ۱۴۰۲): د بلخ مرکز مزارشریف ښاروالۍ مسوولین وایي، په دغه ښار کې یې اته هغه نانوایي‌ګانې تړلې دي چې د دوی له لایحې څخه یې سرغړونه کړې وه.

د مزارشریف ښاروالۍ د مارکېټونو د تنظیم مدیر عزیزالله عزیزي وایي، تېره ورځ یې د مزارشریف ښار د نانوایي‌ګانو د کنټرول او ارزونې پر مهال اته هغه یې تړلې چې د دوی له لایحې څخه یې سرغړونه کړې وه.

عزیزي زیاتوي، دا مهال د اوړو بیه ټيټه شوې او نانوایي‌ګانې هم اړ دي چې د ډوډۍ په وزن کې زیاتوالی راولي.

د هغه په وینا، د کنټرول او ارزونې دغه بهیر هره ورځ د بلخ ولایت د ټولو اصنافو لپاره روان دی او موخه یې ښاریانو ته منظم او اغېزناک خدمات وړاندې کول دي.

بلخوا د مزارشریف ښاریان د ښاروالۍ له دغو هڅو مننه کوي او وایي، د اوړو بیې له لوېدو سره باید د ډوډۍ وزن ډېر شي.

د مزارشریف اوسېدونکی ایمل وایي، دا مهال د اوړو بیه ټيټه شوې خو د ډوډۍ په بیه او وزن کې کوم بدلون نه دی راغلی.

هغه زیاتوي، خوښ دی چې د ښاروالۍ له خوا د نانوايي‌ګانو د کنټرول بهیر روان دی او له سرغړوونکو سره قانوني چلند کوي.

Views: 112

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.