پارون (پژواک، ۱۹ غبرګولی ۱۴۰۲): د نورستان د لوړو زدهکړو موسسې یو شمېر محصلین د لیلیې له نشتوالي او پر وخت د بدل اعاشې نه ورکړې له امله شکایت لري او له مسوولینو یې د حل غوښتنه کوي.
د نورستان پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د پښتو ادبيا
تو څانګې د درېيم ټولګي زدهکړيال فضلالله سلطانزى وايي، دوى په لومړي ځل له شلو ډېر کسان دغې څانګې ته بريالي شوي وو، خو له نیمايي ډېرو یې د اقتصادي ستونزو له امله پوهنتون پرېښود او زدهکړې ترې پاتې شوې .
د هغه په خبره، دوى ته په روان سمستر کې تر اوسه بدل اعاشه نه ده ورکړل شوې چې له امله یې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي.
د یاد پوهنځي د دري ادبياتو څانګې د دویم کال محصل عبدالقهار وايي، د ليليې ترڅنګ د تدريسي خونو او لوازمو کمښت هم د دوى د د زدهکړو پر بهیر منفي اغېز کړی او له مجبورۍ په بازار کې په کرايه خونو کې اوسېږي .
هغه زیاتوي: «چوکۍ کمې دي، د تدريس مناسب ټولګي نشته، بديل اعاشه پر وخت نه راکول کېږي او د مطالعې له پاره کتابتون او کمپيوټرلب هم نشته چې ورڅخه استفاده وکړو.»
په ورته مهال، د نورستان د لوړو زدهکړو موسسې ریيس روحالله نجم هم د یادو ستونزو د تاید ترڅنګ، سږ کال د شرعياتو پوهنځي منظورېدل او د علمي او اکاډميک دریېو آمريتونو فعالېدل د دغه بنسټ لاستهراوړنې بولي .
هغه زياتوي، د نورستان د لوړو زدهکړو موسسې لپاره يې تر اوسه ځمکه نه ده موندلې چې ودانۍ پکې جوړه کړي او دوى دا مهال د تدریسي چارو لپاره د دارالمعلمين له ودانۍ څخه ګټه اخلي.
د نجم په خبره، زدهکړيالانو ته د بدل اعاشې ورکړه د بودجې نه توشېح له امله ځنډلې وه خو اوس دغه ستونزه هواره شوې او په روانه مياشت کې به ورته ورکړل شي.
نوموړي د کمپيوټرلب او کتابتون نشتون هم د زدهکړيالانو پر وړاندې یوه ستونزه ګڼي خو وايي چې د حل لپاره یې هڅې کوي.
بلخوا د نورستان د والي وياند سيفالدين لټون وايي، د دغه ولايت مسوولينو تل هڅه کړې چې د پوهنتون لپاره ځمکه ومومي، خو تر اوسه بريالي شوي نه دي.
د لټون په وینا، د نورستان ولايت غرنۍ جغرافيې ته په کتو هوارې ځمکې لږې پيدا کېږي، نو ځکه تر اوسه نه دي توانېدلي چې د پوهنتون ودانۍ جوړه کړي.
هغه زیاته کړه، د ځمکې رانيولو برخه کې د ولايتي ادارې هڅې دوام لري څو په یوه مناسب ځاى کې پوهنتون ته ځمکه واخيستل شي.
د معلوماتو له مخې، د نورستان د لوړو زدهکړو موسسه دا مهال د ښوونې روزنې او شرعياتو دوه پوهنځي لري چې نږدې ۴۰۰ زدهکړيالان پکې پر زده کړو بوخت دي. دغه موسسه تر اوسه خپله ځمکه او ودانۍ نه لري.
Views: 214
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP