ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فراه کې د ۱۰ روغتیايي ځالو د جوړولو چارې پیل شوې

12 Jun 2023 - 15:25
12 Jun 2023 - 15:25

فراه (پژواک، ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۲): د فراه مسوولین وايي، نن د دغه ولایت په مرکز او ځینو ولسوالیو کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق له لوري د ۲۹ میلیون افغانیو په لګښت د ۱۰ روغتیايي ځالو جوړولو چارې پیل شوې.

په فراه کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق/UNFPA مسوول انجنیر غلام‌نبي فضلي په فراه ښار کې په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې وویل: «موږ د فراه په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې ۱۰ روغتيايي آشیانې جوړوو چې ټاکل شوې ۲۹ میلیون افغانۍ لګښت ورباندې راشي.»

هغه زیاته کړه، د یادو روغتیايي ځالو د جوړېدو کارونه نن پيل شول او ټاکل شوې چې د څلورو میاشتو په موده کې بشپړ شي.

نوموړي دغه‌راز وویل، د یادو روغتیايي مرکزونو لپاره به طبي وسایل هم دوی چمتو کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version