فراه (پژواک، ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۲): د فراه مسوولین وايي، نن د دغه ولایت په مرکز او ځینو ولسوالیو کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق له لوري د ۲۹ میلیون افغانیو په لګښت د ۱۰ روغتیايي ځالو جوړولو چارې پیل شوې.
په فراه کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق/UNFPA مسوول انجنیر غلامنبي فضلي په فراه ښار کې په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې وویل: «موږ د فراه په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې ۱۰ روغتيايي آشیانې جوړوو چې ټاکل شوې ۲۹ میلیون افغانۍ لګښت ورباندې راشي.»
هغه زیاته کړه، د یادو روغتیايي ځالو د جوړېدو کارونه نن پيل شول او ټاکل شوې چې د څلورو میاشتو په موده کې بشپړ شي.
نوموړي دغهراز وویل، د یادو روغتیايي مرکزونو لپاره به طبي وسایل هم دوی چمتو کوي.
د فراه د عامې روغتيا ریاست مرستیال ملا عبدالحق وویل، یاد مرکزونه په هغو سیمو کې جوړېږي چې خلک يې روغتيايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.
هغه زیاته کړه، د یادو روغتیايي ځالو په جوړېدو سره به د مور او ماشوم د مړینې کچه هم ټيټه شي.
نوموړي وویل، دغه روغتیايي ځالې به په مرکز، ګلستان، پرچمن، پشترود، فراهرود، خاکسفید، قلعهکاه او بالابلوک ولسوالیو کې جوړې شي.
بلخوا د فراه اوسېدونکي وايي، په دغه ولایت کې د یو شمېر سیمو خلک روغتيايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري او د یادو روغتیايي ځالو په جوړېدو سره به د خلکو دغه ستونزه تر یوه بریده هواره شي.
د فراه ښار اوسېدونکی عبدالبصیر وايي: «خوشحاله یو چې زموږ د ولایت په هغو سیمو کې روغتيايي مرکزونه جوړېږي چې خلکو يې روغتيايي خدماتو ته لاسرسی نه درلود.»
هغه زیاته کړه چې فراه یو لوی ولایت دی او شته روغتیايي مرکزونه کافي نه دي.
د یاد ښار یو بل اوسېدونکی ابراهیم هم وايي، دا چې په ډېری سیمو کې خلک روغتيايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري نو د دغه ډول مرکزونو جوړول یو ښه اقدام دی.
د هغه په وینا، د روغتیايي ځالو په جوړېدو سره به خلک لومړنیو روغتيايي خدمتونو ته لاسرسی ومومي.
د یادونې ده، د هېواد د روغتيا وزارت په همغږۍ په ډېری لرو سیمو کې یو شمېر روغتیايي ځالې جوړې شوې او په ځينو سیمو کې د دغه ډول مرکزونو جوړولو په موخه سروې روانه ده.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










