Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ننګرهار په اتو ولسواليو کې د ملاريا ناروغۍ پېښې ډېرې شوې دي

جلال‌اباد (پژواک، ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۲): د ننګرهار روغتيايي مسوولين د دغه ولايت په اتو ولسواليو کې د ملاريا پېښو د ډېرېدو خبر ورکوي او وايي، د دغې ناروغۍ د مخنيوي لپاره يې پر نورو هڅو سربېره، د عامه پوهاوي پروګرامونه هم ډېر کړي دي.

بلخوا د ننګرهار ولايت يو شمېر اوسېدونکي له روغتیايي مسوولینو غواړي چې د ملاريا مخنيوي لپاره دې خلکو ته پشه‌خانې ووېشي او دغه‌راز په عامه ځايونو کې دې دواپاشي وکړي.

په ختيځ زون کې د ملاريا پر وړاندې د مبارزې مسوول ډاکټر سيد عبدالله بريالی وايي، د ننګرهار په اتو ولسواليو کې د دغې ناروغۍ پېښې ډېرې شوې دي.

هغه زياته کړه:«سږ کال په ټول ختيځ، په ځانګړې توګه ننګرهار کې د ملاريا ناروغۍ پېښې ډېرې شوې دي، په ځانګړي ډول په مومندرې، بټي‌کوټ، کامې، ګوشتې، بهسودو، سره‌رود، غني‌خېلو او اچين ولسواليو کې تر نورو سيمو خطر زيات دی.»

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.