ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان له ترکمنستان سره په همغږۍ د ملخانو پر وړاندې د مجادلې کمپاین پیلولو غوښتنه وکړه

افغانستان له ترکمنستان سره په همغږۍ د ملخانو پر وړاندې د مجادلې کمپاین پیلولو غوښتنه وکړه

author avatar
13 Jun 2023 - 17:39
افغانستان له ترکمنستان سره په همغږۍ د ملخانو پر وړاندې د مجادلې کمپاین پیلولو غوښتنه وکړه
author avatar
13 Jun 2023 - 17:39

کابل (پژواک، ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۲): د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ وزارت سرپرست په کابل کې د ترکمنستان له سفیر سره لیدنه کې ویلي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ په چوکاټ کې د ملخانو پر وړاندې د مجادلې کمپاین پیلېدو ته اړتیا ده.

د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې د دغه وزارت د سرپرست عطاالله عمري او کابل کې د ترکمنستان سفیر خواجه عوضوف د لیدنې خبر ورکړی او لیکلي چې په دې لیدنه کې د کرنې، بڼوالۍ او مالدارۍ د پراختیا په تړاو پر دوه‌اړخیزو همکاریو خبرې شوې دي.

په دې لیدنه کې د کرنې وزارت سرپرست د هغو همکاریو یادونه وکړه چې دواړه هېوادونه کولای شي د کرنې په سکټور کې د ظرفیت‌لوړونې، د کرنیزو تولیداتو زیاتوالي او له څېړنیزو تجربو څخه د استفادې په برخو کې ترسره کړي.

هغه ویلي: «دواړه ګاونډي هېوادونه یو شان اقلیم لري، نو د خوراکي محصولاتو د کنټرول او له ملخانو سره د مبارزې کمپاین پیلولو لپاره همکارۍ او همغږۍ ته جدي اړتیا ده.»

د خبرپاڼې له قوله، په دغه لیدنه کې د ترکمنستان سفیر ویلي چې هېواد یې د کرنې او مالدارۍ سکټور کې د دواړو دولتونو ترمنځ د افکارو تبادلې او پروګرامونو پلي کولو ته چمتو دی.

له ملخانو سره د مبارزې کمپاین پیلولو اړوند د کرنې وزارت دغه هڅې په داسې حال کې دي چې شاوخوا یوه میاشت وړاندې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د افغانستان په شمال او شمال‌ختیځ لسو ولایتونو کې –چې د غنمو د تولید مرکز ګڼل کېږي- د مراکشي ملخانو د هجوم خبرداری ورکړی و.

د کرنې برخې ځیني کارپوهان د افغانستان کرنې ته د مراکشي ملخانو د هجوم زیانونو ته په اشارې سره، له حکومت او نړۍوالو بنسټونو څخه د دغه افت د مهارولو لپاره د عملي ګامونو اخیستلو غوښتنه کوي.

د کرنې برخې یو کارپوه عبدالجبار افضلي وایي، مراکشي ملخان په نړۍ کې تر ټولو زیان اړوونکي نباتي حشرات دي او په افغانستان کې یې خپرېدل د خوړو خوندیتوب ګواښي او ښايي روان کال په هېواد کې د زرګونو ټنو غنمو د له منځه وړلو لامل شي.

د پوهنتون استاد محمدوصیف امين وايي، په اوسنيو شرايطو کې نړۍوالو سازمانونو لکه د خوړو نړۍوال سازمان او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان ته اړينه ده چې له اوسني حکومت سره په همکارۍ د افغانستان کرنې برخې ته د زیانونو مخنیوي او کنټرول لپاره عملي اقدامات وکړي.

د یادونې ده، په تېرو څلویښتو کلونو کې د مراکشي ملخانو د افتونو دوه لویې پېښې هر یو په افغانستان کې د غنمو له ۸ تر ۲۵ سلنې فصلونو د تخریب لامل شوي دي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.