ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سمنګان کې د ډبرو سکرو کان کې د ګازنیونې له امله دوه کسان مړه او لسګونه نور مسموم شوي

سمنګان کې د ډبرو سکرو کان کې د ګازنیونې له امله دوه کسان مړه او لسګونه نور مسموم شوي

author avatar
14 Jun 2023 - 18:54
سمنګان کې د ډبرو سکرو کان کې د ګازنیونې له امله دوه کسان مړه او لسګونه نور مسموم شوي
author avatar
14 Jun 2023 - 18:54

ایبک (پژواک، ۲۴ غبرګولی ۱۴۰۲): د سمنګان سیمه‌ییز مسوولین وايي، د دغه ولایت په دره‌صوف بالا ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو په یوه کان کې د ګاز خپرېدو له امله دوه کان‌کیندونکي مړه او لسګونه نور مسموم شوي دي.

د سمنګان د دره‌صوف بالا ولسوال محمد نسیم خیبر وویل، یاده پېښه تېره شپه د دغې ولسوالۍ د «مرک دهانه‌تور» کان په يوه استخراجي دهلېز کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه چې په‌ یاده پېښه کې دوه کان‌کیندونکي مړه ‎شوي دي.

خو د سمنګان د ولايتي روغتون امر ډاکټر سيدعثمان حميدي وويل، د کاربن مونو اکساید ګاز خپرېدو له ‌امله دوه کان‌کیندونکي مړه او ٣٥ نور مسموم شوي دي.

حميدي د مسموم شوو کسانو روغتيايي وضعیت د ډاډ وړ وباله، خو په غيرتخنيکي ډول د کانونو استخراج د دغه ډول مرګونو پېښو د رامنځته کېدو اصلي لامل بولي.

هغه زياته کړه چې مسموم شوي کسان روغتيايي مرکزونو ته لېږدول شوي او تر درملنې لاندې دي.

Views: 34

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.