ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ځینې خبریالان د رسنیو پر ملاتړو بنسټونو نیوکې کوي

ځینې خبریالان د رسنیو پر ملاتړو بنسټونو نیوکې کوي

author avatar
16 Jun 2023 - 17:19
ځینې خبریالان د رسنیو پر ملاتړو بنسټونو نیوکې کوي
author avatar
16 Jun 2023 - 17:19

کابل (پژواک، ۲۶ غبرګولی ۱۴۰۲): ځینې خبریالان وایي، یو شمېر همکاران یې له اقتصادي ستونزو سره مخ شوي، خو د رسنیو ملاتړو بنسټونو ورسره مرسته نه ده کړې او په دې برخه کې د «فساد دوسیې» دې وڅېړل شي.

خو د مصوونیت کمېټې سرپرست د یادو خبریالانو څرګندونې ردوي، وایي چې د دغو خبریالانو خوځښت د نورو له خوا د بنسټونو د چلینج کولو او ناسم رقابت په موخه رامنځته شوی. هغه وایي، له خبریالانو سره د امکان تر بریده مرستې شوي او له هغوی سره د نورو مرستو هڅې هم کوي.

یو شمېر خبریالانو – چې وایي د خبریالانو د حق‌غوښتنې په نوم خوځښت یې جوړ کړی – نن کابل کې خبري ناسته کې څرګندونې وکړې.

له دې ډلې، روح الله یعقوبي وویل، دغه خوځښت له تېر شاوخوا یوه نیم کال راهیسې د خبریالانو د حقونو  برخه کې د عدالت پلي کولو لپاره هڅې کوي.

نوموړی وایي: «د مخکني نظام له پرځېدو او د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته هېواد له یوه بد اقتصادي ناورین او بدلونونو سره مخ دی چې رسنۍ هم ترې خوندي نه دي او دغه بد اقتصادي حالت رسنیو، خبریالانو او په ټوله کې د بیان ازادۍ ته سخته ضربه رسولې ده.»

هغه زیاتوي، په هېواد کې د یو شمېر رسنیو د فعالیت له بندېدو سره ځیني خبریالان وزګار شول او اوس له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

یعقوبي وایي: «په هېواد کې د دغه لویو بدلونونو او لویو اقتصادي ستونزو سره سره د خبریالانو د ملاتړ تش په نوم بنسټونو چې د خبریالانو د شته ستونزو اصلي عامل همدا بنسټونه دي په وضعیت کې هېڅ اساسي بدلون نه دی راغلی او همدا تش په نوم بنسټونه د خپلو شل کلنو سیاستونو په دوام د خبریالانو او رسنیو په نوم په کور د ننه او بهر کې لا هم د پروژو تر لاسه کولو په هڅه کې دي او د دوی دغه کار د تېر په څېر اوس هم د افغانستان د رسنیو او خبریالانو تر منځ یو بد ګمان رامنځ ته کړی دی.»

د یادو خبریالانو په اعلامیه کې د جزییاتو له ورکولو پرته راغلي چې دغه خوځښت د خبریالانو د مصونیت کمېټې او د خبریالانو د نړیوال بنسټ (پاک – افغان خبریالانو) تر منځ تازه شوی تړون د افغان خبریالانو له نامه څخه ناسمه استفاده بولي او د یاد حرکت له خوا دغه تړون «مردود او دا د افغانستان د رسنیو پر وړاندې یو ستر خیانت بولي.»

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې او په پاکستان کې د پاک – افغان خبریالانو ټولنې د روانې جون میاشتې په ۱۴مه په پاکستان او نورو هېوادونو کې د جلاوطنه افغان خبریالانو ستونزو د حل په موخه هوکړه لاسلیک کړه.

د خبریالانو د یاد خوځښت اعلامیه کې ادعا شوې: «د خبریالانو تش په نوم بنسټونه چې تل یې د خبریالانو د ملاتړ ټټر وهلی خو په عمل کې یې له خبریالانو سره هېڅ ډول مرسته نه ده کړې، بلکې د خبریالانو له نامه څخه یې ناوړه ګټه اخیستې، د هغوی پر سر یې له بهرنیانو پروژې اخیستي او ان له خبریالانو سره د نړیوالو د مرستو مانع شوي دي.»

هغوی ادعا کوي چې د خبریالانو د مصونیت کمېټه او د افغانستان د ازادو خبریالانو ټولنې په مزار شریف کې د تبیان په مرکز کې په شوي برید کې د ټپي شویو خبریالانو سره د نړیوالو بنسټونو د مرستو پر وړاندې خنډ شوي او له هغوی سره هېڅ ډول مرسته نه ده شوې.

دغه خوځښت وایي: «د خبریالانو د حق غوښتنې خوځښت د خبریالانو د تش په نوم ملاتړو بنسټونو د مالي فساد د دوسیو د څېړنو غوښتونکي دی، موږ په جدي ډول د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څخه غواړو، چې دغه دوسیې وڅېړي، پایلې یې له ټولو سره شریکې کړي او د فساد د اثبات په صورت کې … د دغه بنسټونو دروازې وتړل شي او د قانون پلي کولو لپاره یې عاملین محکمې ته د سپارلو ملاتړ کوي.»

اعلامیه زیاتوي، په هېواد کې د خبریالانو د بې کارۍ او بې روزګارۍ ګراف ورځ تر بلې په زیاتېدو دی، نو دغه خوځښت د خبریالانو د ملي ملاتړ صندوق د پیسو د وېش په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کېدو غوښتنه کوي او له سرپرست حکومت څخه غواړي چې په یاد صندوق کې شته پیسې د یوې رڼې کړنلارې له مخې پر خبریالانو ووېشي.

خو د مصوونیت کمېټې سرپرست عبدالقدیم ویاړ په دې اړه وایي: «دغه خلک په دې حد کې نه دي چې سړی د دې مقابل کې غبرګون وښیي؛ ځکه دوی چې د چا لخوا رامنځته شوي او څه غواړي، د دوی هدف هم روښانه دی او هغه خلک هم معلوم دي چې دوی یې ولې رامنځته کړي دي او د دوی هدف د بنسټونو چلنج کول او یو ناسم رقابت دی چې د نورو نهادونو لخوا څخه لسمول کېږي.»

د هغه په وینا، د پاک افغان هوکړه په پاکستان او نورو هېوادونو کې افغان خبریالانو ته د مرستو رسولو په موخه شوې او په دې هوکړه کې  نور داسې څه نشته چې «کومه پروژه وي او څه چې دوی ادعا کړې ده.»

دغه راز ویاړ وایي، له لومړۍ ورځې په بلخ کې د ټپي شویو خبریالانو درملنه شوې او لګښت یې هم دغه بنسټ ورکړی دی.

دی وایی، د دغې پېښې له ټپیانږ سره هم په اړېکه کې دي، او هغه کسان چې نورې درملنې ته هم اړتیا لري دغه بنسټ به ورسره مرسته وکړي.

دی وایي چې مصوونیت کمېټه د هغوی د درملنې لپاره له ځينو نورو نړیوالو بنسټونو سره هم په اړیکه کې ده تر څو په دې برخه کې پیسې ترلاسه کړي خو بانکي سیستمونو کې د ستونزو له امله یې تر اوسه دغه پیسې نه دي ترلاسه کړي.

تر دې مخکې هم ځینو خبریالانو د رسنیو پر ملاتړو بنسټونو ورته تورونه لګولي، خو د رسنیو ملاتړو بنسټونو رد کړي دي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.