Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غالۍ‌اوبدونکي: د غاليو سوداګر دې د بهرنيو توليداتو پرځاى افغاني توليداتو ته پاملرنه ډېره کړي

پلخمري (پژواک، ٢٨ غبرګولى ١۴٠٢): په بغلان کې یو شمېر غالۍ‌اوبدونکي وايي، حکومت دې د دغه صنعت د ودې لپاره له بهره د غالیو واردوونکي شرکتونه اړ کړي چې په هېواد کې دننه له غالۍ‌اوبدونکو سره مرسته وکړي.

غالۍ چې د افغانستان له لرغونو لاسي صنايعو څخه شمېرل کېږي، تر نورو ډېر په شمال ولايتونو کې اوبدل کېږي او اوبدونکي يې هم تر ډېره ښځې او ماشومان دي.

د بغلان د غالۍ‌اوبدونکو له ډلې ثريا له پژواک سره په خبرو کې وويل چې له تېرو څلورو کلونو راهيسې په دې برخه کې پر کار بوخته ده.

هغې وويل: «دا ډېر سخت کار دى، هېڅ مى نه دى خوښ، خو څنګه وکړم پلار مې وزګار دى، مکتبونه هم تړلي دي، نو مجبور يو چې په لږ مزد دغه سخت کار وکړو.»

نوموړې له حکومته غوښتنه وکړه څو له بهره د غالیو واردوونکي شرکتونه اړ کړي چې په هېواد کې دننه له غالۍ‌اوبدونکو سره د کارګاه او خامو توکو برابرولو برخو کې همکاري وکړي.

هغې زياته کړه، که چېرې دغه کار وشي نو د افغانستان غالۍ په اسانۍ سره کولى شي چې په بازار کې د بهرنيو غاليو مارکېټ مات کړي.

دغه‌راز ١٧ کلنه قادره علي‌زاده وايي، پلار او مور يې دواړه ناروغ دي او خپله هم په نهه کلنۍ کې اړ شوې چې د غاليو اوبدلو ته مخه کړي.

هغې وويل: «په ټوله مياشت کې دوه، درې زره افغانۍ نه شم ګټلى، خو کورني مشکلات مې ډېر دي، مجبوره يم غالۍ‌اوبدنه وکړم.»

همدارنګه د یاد ولايت د خواجه‌الوان سيمې اوسېدونکي احمدحسين کربلايي پژاوک ته وويل چې ټوله کورنۍ یې غالۍ‌اوبدنه کوي.

هغه وايي، حکومت او سوداګر دې له غالۍ‌اوبدونکو سره مرسته وکړي څو د افغانستان غالۍ او دغه لرغونى صنعت د پام وړ پرمختګ وکړي.

هغه زياتوي چې سوداګر بايد د بهرنيو غاليو پرځاى د افغانۍ غاليو پېر او پلور ته ډېر ارزښت ورکړي، څو دغه هېوادنى صنعت ښه وده وکړي.

په بغلان کې يو شمېر نورو غالۍ‌اوبدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومته يې په دغه برخه کې د جدي همکارۍ غوښتنه وکړه.

په بغلان کې د غالۍ‌اوبدونکو اتحادیې مسوول احمدداد غلامي وايي، د دوى د سروې له مخې، په دغه ولايت کې ۵۰۰ کورنۍ غالۍ‌اوبدنه کوي چې په کارکوونکو کې يې ١٥٠٠ ماشومان هم شامل دي.

هغه زیاتوي، له دغو غالۍ‌اوبدونکو سره د مرستې په موخه يې اتحاديه جوړه کړه خو تر اوسه نه حکومت او نه هم موسسو له دغو خلکو سره مرسته کړې ده.

نوموړی اندېښنه ښيي وايي، که له دغو خلکو سره همکاري ونه شي، يو ځل بيا به دوى اړ شي چې نورو هېوادونو ته کډه وکړي او هلته به بيا د هغو هېوادونو په نوم غالۍ توليدوي.

په دې اړه د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د هنر او ګرځندوی امر مولوي عزت‌میر حقاني وايي، حکومت  مکلف دی چې له افغاني تولیداتو د ملاتړ په موخه د کورنیو صنعت‌کارانو ملاتړ وکړي.

هغه وايي، پخوا به د افغانستان توليدات ګاونډيو هېوادونو ته لېږدول کېدل او له هغه ځايه به د هغو هېوادونو په نوم بهر ته صادرېدل، خو اوس د افغانستان غالۍ په کابل کې پروسس کېږي او د خپل هېواد په نوم بهر ته صادرېږي.

نوموړي وويل چې له غالۍ‌اوبدونکو د ملاتړ په موخه له يو شمېر موسسو او سوداګرو سره هم خبرې شوې دي.

د يادونې ده، تر دې وړاندې هم د بغلان غالۍ‌پلورونکو له پژواک سره په خبرو کې د تېرو کلونو په پرتله د غالیو بازار له کمرنګه کېدو شکایتونه کړي وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.