کابل (پژواک، ۳۰ غبرګولی ۱۴۰۲): د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال او کفیل د انساني قاچاق پر مخنیوي او له قاچاقکوونکو سره د شریعت په رڼا کې پر حساب د ټینګار ترڅنګ وایي، بهر ته تللي افغانان کولی شي چې په ډاډه زړه بېرته خپل هېواد ته راستانه شي.
نن د جون ۲۰مه د کډوالو نړۍواله ورځ ده.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، دا مهال شاوخوا ۷ میلیون افغانان په بېلابېلو هېوادونو کې د کډوالۍ ژوند کوي.
د سرچینې د معلوماتو پر اساس، له دې ډلې شاوخوا درې میلیون په ایران، شاوخوا درې میلیون په پاکستان او پاتې نور په نورو هېوادونو کې مېشت دي؛ له دغو کسانو ځیني یې په یادو هېوادونو کې د اوسېدو قانوني سندونه لري او ځیني یې نه لري.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP