منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۲۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۵۳ غ.و
۱۱°صاف · ↑۱۸° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

مولوي عبدالکبیر: بهر ته تللي افغانان دې په ډاډه زړه بېرته خپل هېواد ته راستانه شي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۶۶ کتنې

کابل (پژواک، ۳۰ غبرګولی ۱۴۰۲): د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل د انساني قاچاق پر مخنیوي او له قاچاق‌کوونکو سره د شریعت په رڼا کې پر حساب د ټینګار ترڅنګ وایي، بهر ته تللي افغانان کولی شي چې په ډاډه زړه بېرته خپل هېواد ته راستانه شي.

نن د جون ۲۰مه د کډوالو نړۍواله ورځ ده.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، دا مهال شاوخوا ۷ میلیون افغانان په بېلابېلو هېوادونو کې د کډوالۍ ژوند کوي.

د سرچینې د معلوماتو پر اساس، له دې ډلې شاوخوا درې میلیون په ایران، شاوخوا درې میلیون په پاکستان او پاتې نور په نورو هېوادونو کې مېشت دي؛ له دغو کسانو ځیني یې په یادو هېوادونو کې د اوسېدو قانوني سندونه لري او ځیني یې نه لري.

د افغانستان د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل مولوي عبدالکبیر د کډوالو نړۍوالۍ ورځې په مناسب خپل پیغام کې د افغان کډوالو له کوربه هېوادونو غوښتي چې له ټولو افغان کډوالو سره ښه چلند وکړي او د کډوالۍ د نړۍوالو قوانینو په رڼا کې ورته د ژوند لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

مولوي عبدالکبیر وایي: «په دې اړه د کډوالو پر نړۍوالو ادارو غږ کوو چې د افغان کډوالو ژوند ته کوم چې په تېرو حکومتونو کې په کور دننه او یا له هېواده بهر مهاجرت ته اړ وېستل شوي دي، پوره پام وکړي؛ همدارنګه دې په دې برخه کې له اسلامي امارت سره هم همکارۍ پراخې کړي. له نېکه‌مرغه په افغانستان کې د امنیت په ټینګښت سره حق حقدار ته رسېږي او پر هېچا فشار نشته چې مهاجرت ته مخه کړي.»

هغه ویلي، هغوی چې په همدې پلمه له افغانستانه وتلي، د اسلامي امارت او ولس غېږ ورته خلاصه ده، کولی شي په ډاډه زړه بېرته هېواد ته راستانه شي.

د نوموړي په وینا، د افغانستان اسلامي امارت غواړي ټولو افغان کډوالو ته هېواد ته د راستنېدو لارې هوارې او ممکنه اسانتیاوې رامنځته کړي.

 د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل ویلي، هغوی چې په انساني قاچاق کې لاس لري او د انسانانو ژوند له ګواښ سره مخ کوي، اسلامي امارت به یې په کلکه د مخنیوي ترڅنګ له دغه ډول اشخاصو سره د اسلامي شریعت په رڼا کې حساب کوي.

د روانې غبرګولي میاشتې په ۱۸مه، د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې ویلي و چې په تېرو نږدې دوو کلونو کې څه باندې ٣.٥ میلیون افغانان بهر ته کډوال شوي، خو په همدې موده کې بیا ١.٧ میلیون کسان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کډوال