کابل (پژواک، ۳۰ غبرګولی ۱۴۰۲): د ملګرو ملتونو د ماشومانو ژغورنې سازمان د افغانستان په شمال کې پر کروندو د ملخانو یرغل د اندېښنې وړ بللی او وړاندوینه یې کړې چې په افغانستان کې به د ماشومانو په ګډون میلیونونه خلک له لوږې سره مخ شي او دغو کسانو ته د رسېدو لپاره ۲،۲ میلیارد ډالرو ته اړتیا ده.
دا په داسې حال کې ده چې تېره میاشت د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو سازمان د افغانستان د شمال او شمالختیځ په اتو ولایتونو کې د غنمو پر کروندو د مراکشي ملخانو د هجوم په اړه خبرداری ورکړی و او ویلي و، مراکشي ملخان په ټوله نړۍ کې د نباتاتو ترټولو زیاناړوونکي آفتونه دي چې ښايي سږ کال په نړۍ کې له ۷۰۰ زره څخه تر ۱،۲ میلیون ټن غنم له منځه یوسي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ژغورنې سازمان په تازه راپور کې -چې پرون خپور شوی- ویل شوي چې ملخانو د افغانستان په شمالي ولایتونو کې پر کروندو هجوم ور وړی دی.
په راپور کې راغلي، د ملخانو هجوم د افغانستان د خلکو لپاره ښايي ترټولو ناوړه وخت کې راغلی او اټکل کېږي چې په راتلونکو پنځو میاشتو کې به د ۳،۲ میلیون ماشومانو په ګډون، ۱۵،۳ میلیون کسان د لوږې له بحران سره مخ شي.
سرچینه زیاتوي چې مراکشي ملخانو د افغانستان ۸ ولایتونه اغېزمن کړي او د ۱،۲ میلیون ټن غنمو د له منځه وړلو توانایي لري چې د ۴۸۰ میلیون ډالرو په لګښت د هېواد د کلني حاصلاتو شاوخوا یو پر څلورمه برخه جوړوي.
یاد سازمان لیکلي چې په تېرو دوو میاشتو کې د بودجې کمښت له امله د خوراکي توکو مرسته اته میلیون ټنو ته کمه شوې او میلیونونه کسان له سختې لوږې سره مخ دي.
یاد سازمان دا هم ویلي چې په افغانستان کې مرستندویه موسسې زیانمنونکو خلکو په ځانګړي ډول ښځو او ماشومانو ته د رسېدنې لپاره ۲،۲ میلیارد ډالر بودجې ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ژغورنې ادارې له نړۍوالې ټولنې غوښتي چې بشري مرستې ډېرې کړي او د افغانستان له خلکو سره پراختیايي مرستې بیا پیل کړي.
یاد سازمان، پرلهپسې وچکالي، د څو لسیزو جنګونو ویجاړۍ، د نړۍوالې ټولنې له خوا د پراختیايي مرستو ځنډېدا او پر افغانستان بندیزونه د وضعیت د خرابېدو لاملونه بللي او ویلي یې دي چې د ۲۰۲۱ کال له سپټمبر میاشتې راهیسې یې د ۲،۱ میلیون ماشومانو په ګډون له څلور میلیون ډېرو کسانو ته د روغتیايي، ښوونیز، تغذیې، له ماشومانو ساتنې، سرپناه، اوبو… برخو کې رسېدنه کړې ده.
Views: 35
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن