کابل (پژواک، ۶ چنګاښ ۱۴۰۲): د چین بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د افغانستان سرپرست حکومت په ځینو برخو کې لاستهراوړنې لري خو د دې ترڅنګ په کار ده چې د افغانانو او نړۍوالې غوښتنې په پام کې ونیسي او ملاتړ یې جلب کړي.
دغه څرګندونې تېره ورځ د چین بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ یوې خبري غونډې ته کړې دي.
هغه وايي: «د طالبانو حکومت د اقتصادي ودې، د فساد ورکولو، مخدره توکو د له منځه وړو او د نظم راوستلو برخو کې ځینې لاسته راوړنې لري.»
هغې زیاته کړې چې له یادو پرمختګونو سره – سره افغانستان له ګڼو ننګونو سره مخ دی او نړۍواله ټولنه د دغو ستونزو په هواري کې د سرپرست حکومت د تګلارو په اړه اندېښمنه ده.
سرچینه زیاتوي: «موږ تمه لرو چې طالبان د خلکو د توقعاتو په پوره کولو سره د افغانانو او نړۍوالې ټولنې باور او ملاتړ جلب کړي.»
د سرچینې په وینا، د افغانستان سرپرست حکومت ته په کار ده چې د افغانانو او نړۍوالې ټولنې غوښتنو ته د رسېدو په هدف کوټلي ګامونه پورته کړي.
Views: 49
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن