ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

محمدیعقوب مجاهد د عربستان له ولیعهد سره لیدلي

محمدیعقوب مجاهد د عربستان له ولیعهد سره لیدلي

author avatar
30 Jun 2023 - 12:56
محمدیعقوب مجاهد د عربستان له ولیعهد سره لیدلي
author avatar
30 Jun 2023 - 12:56

کابل (پژواک، ۹ چنګاښ ۱۴۰۲): د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمدیعقوب مجاهد د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره لیدلي دي.

دغه مطلب د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي او ویلي چې دغه لیدنه د حج مراسمو ادا کولو په ترڅ کې ترسره شوې ده.

هغه د دې لیدنې په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

د یادونې ده، د راپورونو له مخې، د مولوي محمدیعقوب مجاهد په ګډون د سرپرست حکومت د کابینې یو شمېر غړو د حج مراسمو ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته سفر کړی دی.

Views: 172

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.