کابل (پژواک، ۱۰ چنګاښ ۱۴۰۲): د امریکا ولسمشر وايي: «ما ویلي و چې افغانستان کې به القاعده نه وي او طالبان به له موږ سره همکاري کوي.»؛ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د جو بایډن دغه څرګندونې د حقیقت درک بولي.
د امريکا متحده ايالتونو ولسمشر جو بايډن تېره ورځ د یوې خبري غونډې پر مهال د افغانستان په اړه یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي: «دا به مو په یاد وي چې د افغانستان په اړه مې څه ویلي و؟ ما ویلي و چې د القاعدې ډله به هلته (افغانستان) کې نه وي، ما ویلي و چې دوی به هلته نه وي، ما ویلي و چې طالبان به له موږ سره همکاري وکړي، اوس څه روان دي؟ څه تېرېږي؟ خپلې رسنۍ وڅارئ، زه په حقه وم.»
دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا ۱۱ میاشتې وړاندې د امریکا ولسمشر جو بایډن اعلان وکړ چې د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د امریکا په بېپیلوټه هوایي برید کې د القاعدې مشر ایمن الظواهري وژل شوی دی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد هغه مهال دغه پېښه یواځې یوه ادعا وبلله او ویې ویل چې په دې اړه پلټنې کوي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن په خپله ټوېټرپاڼه کې د امریکا د ولسمشر یادو څرګندونو ته په اشارې لیکلي: «موږ د متحده ايالاتو د رئيس جمهور جو بايډن دا څرګندونې چې په افغانستان کې اوسمهال جنګي ډلې شتون نه لري، د حقیقت درک بولو.»
هغه وايي، دا د ملګرو ملتونو د بنديزونو د څار ډلې هغه راپور تکذيبوي چې ګواکې په افغانستان کې تر شلو ډېري جنګي ډلې شتون او فعاليت لري.
بلخي زیاته کړې چې اسلامي امارت هيچاته اجازه نه ورکوي څو د افغانستان خاوره د نورو پر ضد وکاروي.
د هغه په وینا، په دې اړه د سرپرست حکومت کړنې د امریکا په ګډون د هیچا په مرسته او فرمایش نه ترسره کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP