ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نجونو زده‌کړو په تړاو کمپاین پیل شوی

د نجونو زده‌کړو په تړاو کمپاین پیل شوی

author avatar
3 Jul 2023 - 05:01
د نجونو زده‌کړو په تړاو کمپاین پیل شوی
author avatar
3 Jul 2023 - 05:01

اټلانټا (پژواک، ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۲): د نجونو زده‌کړو کمپاین د پیل په تړاو د یوه ټویټر سپیس ویناوالو په ډاګه کړه چې د افغانستان سرپرست حکومت تر اوسه ولس ته په دې اړه قناعت نه دی ورکړی او په دې سره غواړي سیاسي امتیاز ترلاسه کړي.

د نجونو زده‌کړو کمپاین د پیل په اړه د چنګاښ په ۱۱مه ټویټر سپېس جوړ شوی و چې په کې د مېلمنو ترڅنګ ۱۷۰۰ کسانو برخه اخیستې وه.

د دغه کمپاین او سپېس یوې تنظیموونکې مېرمن مالیار وویل، دا بشپړ غیر سیاسي کمپاین دی، په هيڅ ډلې او ټولنې پورې تړاو نه لري او یوازېنې موخه یې د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازو خلاصول دي.

د دغه سپیس بل کوربه بصیر دانشیار وویل، دوه کاله کېږي چې هېواد کې نجونې له زده‌کړو بې برخې دي، له همدې امله یو شمېر کسانو د نجونو زده‌کړو ملي کمپاین پیل کړی دی؛ دا یو ولسي خوځښت دی او پر یو غږ غوښتنه کوي چې نجونو ته دا ملي، فرهنګي او اسلامي حق ورکړل شي.

هغه زیاته کړه، که چېرې دا حق پر وخت ورنه کړل شي، نو د دغه حق لپاره به هر ډول مدني حرکت پیل کړي.

په سپېس کې دوکتور فضل‌هادي وزین، مېرمن شینکۍ کړوخېل، دوکتور ابراهیم شینواري، ډاکټر خوشحال روهي او استاد عابدې مجیدي خبرې وکړې او د یو شمېر کسانو پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.

ډاکټر خوشحال روهي چې د دغه کمپاین یو له مهمو تنظیموونکو هم دی، وویل، ټول ولس په جریان کې دی چې نږدې دوه کاله (۲۲ میاشتې) کېږي د هېواد نجونو پر وړاندې د زده‌کړو دروازې بندې شوې، ولس بیا بیا غوښتنې وکړې، اعتراضونه وشول، قومي مشرانو، دیني عالمانو او مدني ټولنې بار بار غوښتنې وکړې، نړۍوالې ټولنې د افغان ولس غږ بدرګه کړ، اسلامي نړۍ مهمو دیني مراجعو، عالمانو غبرګون وښود، د ولس د غږ ملاتړ یې وکړ، خو سرپرست حکومت هیڅ اقدام ونه کړ، بلکې د ښوونځیو ترڅنګ یې د پوهنتونونو دروازې هم د نجونو پر وړاندې وتړلې.

هغه زیاته کړې، د سرپرست حکومت چارواکي په دې اړه متضادې خبرې کوي، چې هيڅکله د ملت لپاره د منلو وړ نه دي، د سرپرست حکومت ځیني چارواکي هم په دې اړه بېلابېل نظرونه لري.

ډاکټر روهي وویل، تر اوسه د پرمختګ هيڅ څرک نه لیدل کېږي؛ بندیزونه ورځ تر بلې زیاتېږي، دوه کاله ډېر وخت دی، د یوه نسل دوه کاله ضایع شول، د افغانستان د ملي ګټو له نظره دا یوه ډېره مهمه مسئله ده؛ ولس نور ناهیلی شوی او امیدونه پرې شوي دي.

د نوموړي په وینا، له همدې امله ګڼ شمېر افغان پوهانو، دیني عالمانو، ټولنیزو، دیني او ملي شخصیتونو پرېکړه وکړه چې په دې اړه یو ملي او سراسري کمپاین پیل کړي چې دا دی نن پیل شو؛ دا په هيڅ ډلې یا ګوند پورې تړاو نه لري، بشپړ غیرسیاسي حرکت دی.

هغه زیاته کړه: «هیچا ته اجازه نه ورکوو چې نور زموږ د لوڼو او خویندو د زده‌کړو حق تر پښو لاندې کړي؛ د نجونو تعلیم زموږ ملي ګټو ته مهم دی؛ دا یو سوله‌ییز خوځښت دی، یوازې د نجونو پر زده‌کړو تمرکز کوي، موږ هڅه کوو د سرپرست حکومت له مسوولینو سره نېغ په نېغه هم مذاکرات وکړو، د مشرانو او عالمانو جرګې ولېږو، د ولس پر انسجام او همغږۍ هم کار کوو، خپلې هڅې سره منظمې کوو.»

ډاکټر روهي وایي، د اسلامي نړۍ سازمان او د هغوی د دیني مراجعو ملاتړ ترلاسه کوي، هغوی هڅوي څو سرپرست حکومت دې ته وادار کړي چې نجونو ته د زده‌کړو اجازه ورکړي.

هغه زیاتوي: «د اسلامي نړۍ پر ملاتړ او هڅو ډېر حساب کوو؛ موږ هڅه کوو له نړۍوالو سازمانونو د هغوی د ملاتړ غوښتنه وکړو.»

د نوموړي په وینا، هېوادوال په دې تمه وو چې سرپرست حکومت به په دې اړه ژر کوم اقدام وکړي، طرحه به جوړه کړي، شرایط به برابر کړي، خو دا دی دوه کاله کېږي، تر اوسه هیڅ اقدام نه دی شوی او نه هم له دې وروسته تمه شته.

د نوموړي په وینا، په دوو کلونو کې طرحه نه جوړېږي یا یې د جوړولو وړتیا نه لري یا نه غواړي چې جوړه یې کړي.

د دغه سپېس بلې ګډونوالې استادې عابدې مجیدي وویل، په قران‌کریم کې د الله تعالی لومړی فرمان د تعلیم حاصلول دي،  نور شیان ورپسې دي؛ الله تعالی پر قلم قسم کړی دی.

هغې زیاته کړه، په ټوله نړۍ کې افغانستان یوازېنی هېواد دی چې دا موضوع مطرح ده چې علم فرض دی که نه، مباح یا واجب دی، دا ډېره دردوونکې ده، چېرې چې دین نقضېږي، خو خلک غږ نه پورته کوي.»

ډاکټر مجیدي وایي، د سرپرست حکومت له خوا د نجونو پر زده‌کړو د بندیز پرېکړې پایله به ډېره خطرناکه وي، د دین پر وړاندې د خلکو بدګماني ډېرېږي، ناهیلي زیاتېږي، ځوانان او پېغلې له زده‌کړو پاتې کېږي او هېواد پرېږدي.

د پوهنې وزارت پخوانی مرستیال ډاکټر ابراهیم شینواری وایي، قران‌کریم کې ډېر ذکر پر طبیعي علومو شوی، د علم زده‌کړه زیاتره موارد پر طبعیت، کایناتو او غیره باندې شوی دی.

هغه زیاته کړه، حضرت محمد (ص) د حجة‌‎الوداع په خطبه کې د ښځو پر حقوقو ټینګار وکړ، خو اوس د مسلمانانو د وروسته پاتې کېدو ستر لامل د پیغمبر (ص) د وروستۍ خطبې نه عملي کول دي.

شینواري وویل، په تېرو ۲۰ کلونو کې ښه پرمختګونه شوي وو، څلور میلیون نجونو زده‌کړې کولې، ۹۰ زره ښځې ښوونکې وې، په ۲۶۰۰ پوهنتونونو کې استادانې وې چې ۸۰ کسانو په کې دوکتوراوې لرلې.

د هغه په وینا، اوسني حکومت دغه ښځې او نجونې په کورونو کې کېنولي، حقوق نه ورکوي، ولس ته پاکه خبره نه کوي، بېلابېل ډول بهانې کوي.

هغه وایي، د نجونو زده‌کړو په اړه د سرپرست حکومت تعبیر اشتباه دی؛ دوی  غلط روان دي، د سترې محکمې رییس په خپل کتاب کې د نجونو په اړه د خپل ذوق له مخې برداشت کړی او لیکنه یې کړې ده.

ډاکټر ابراهیم شینواري وویل، سرپرست حکومت د نجونو زده‌کړو لپاره سیاسي امتیاز غواړي.

دی زیاتوي: «بیا دې موږ او ولس ته ووایي چې موږ یې غږ له نړۍوالو سره شریک کړو، دا د یوې ډلې مسئله نه ده، د ټول ملت مسئله ده.»

د هغه په وینا، که چېرې دا کلتوري ستونزه وي، نو دا هم ناسم تعبیر دی، کلتور دایمي نه وي، د وخت له تېرېدو سره بدلېږي، اسلامي حکم د ادی چې له ناوړه کلتورونو سره دې مقابله وشي، اسلام کلتورونه اصلاح کوي.

شینواری وایي: «زما د تجربې له مخې، په هغو سیمو چې طالبانو واکمني کوله، هلته د نجونو ښوونځي فعال وو، د هلمند په نادعلي کې د طالبانو په ساحه کې یوه امریکا مېشت افغان په خپل لګښت د نجونو ښوونځی فعاله کړی و.»

هغه وویل، په پکتیکا کې یوه کس خپلې لوڼې ۱۲ کیلومتره لرې پر موټرسایکل ښوونځي ته بیوې، له دې معلومېږي چې دا کلتوري ستونزه نه ده.

هغه زیاتوي: «دوی دې موږ ته اصلي علت ووایي، له موږ سره دې بحث وکړي، که چیرې د تعبیر مسئله وي، د ټولې نړۍ له تکړه ديني عالمانو سره دې بحث وکړي، هغوی د دین په تعبیر ښه پوهېږي؛ ځکه خپله ژبه یې ده، د نړۍ له ۵۷ اسلامي هېوادونو څخه ۵۶ یې د نجونو زده‌کړو مخالف نه دي.»

د هېواد وتلي دیني عالم ډاکټر فضل‌هادي وزین د سپېس ګډونوالو ته وویل، دا د ټولو اسلامي، ملي، انساني او شرعي وجیبه ده چې په دغه کمپاین کې برخه واخلي؛ ځکه دا پر یوې ډلې پورې تړاو نه لري، دا د ټول ولس کمپاین دی.

هغه زیاته کړه، د نجونو زده‌کړې یوه انساني، ملي او شرعي موضومع ده؛ باید دې ته په اسلامي، ملي او شرعي توګه وکتل شي.

د ډاکټر وزین په وینا، له بده مرغه د سرپرست حکومت پرېکړه غیر شرعي ده چې پر نجونو یې زده‌کړې بندې کړې دي.

هغه وویل، په یویشتمه پېړۍ کې چې نړۍ د علم له لارې پرمختګونه کوي، په افغانستان کې د نحونو زده‌کړې بندې شوې دي چې دغه کار افغانان د نړۍوالو د خندا کړي دي.

خو هغه زیاته کړه چې دا د ژړا ځای هم دی چې افغانان ولې په داسې حال کې قرار لري.

د ښځو د حقونو فعالې شینکۍ کړوخېل وویل، ورځ تر بلې محدودیتونه زیاتېږي، د نجونو پر زده‌کړو د بندیز دا دی دوه کاله پوره کېږي، افغانان نور باید راویښ شي او د مسوولیت احساس وکړي.

هغې زیاته کړه، په هرې کورنۍ کې نجونې او ښځې شته، باید د هغوی مشروع حقوق وغوښتل شي او د ساتنې لپاره یې هڅې وشي.

دې وویل: «نور باید دې ته انتظار ونه کړو چې بل څوک دا کار وکړي، د دغه هېواد د یوه وګړي په توګه احساس مسوولیت وکړي او غږ پورته کړي؛ دلته د افغانستان د برخلیک موضوع مطرح ده.»

Views: 408

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.