ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سبا د شانګهای سازمان غونډه کې د افغانستان په تړاو هم خبرې کېږي

سبا د شانګهای سازمان غونډه کې د افغانستان په تړاو هم خبرې کېږي

author avatar
3 Jul 2023 - 14:50
سبا د شانګهای سازمان غونډه کې د افغانستان په تړاو هم خبرې کېږي
ارشیف
author avatar
3 Jul 2023 - 14:50

کابل (پژواک، ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۲): د شانګهای سازمان د غړو هېوادونو مشرانو غونډه سبا د هند په کوربه‌توب جوړیږي او ټاکل شوې په دې ناسته کې د افغانستان پر مسایلو هم خبرې وشي.

هندوستان ټایمز ورځپاڼې لیکلي، هند به د سې‌شنبې په ورځ په مجازي بڼه د شانګهای همکاریو سازمان (SCO) د سرمشریزې کوربه‌توب وکړي.

سرچیني لیکلي چې دغه غونډه به د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي په مشرۍ ترسره شي.

سرچینه زیاتوي، ټاکل شوې په دې غونډه کې د افغانستان په ګډون د سیمې هېوادونو د وضعیت، له ترهګرۍ او نشه‌یي توکو سره د مبارزې په اړه  خبرې وشي.

هندوستان ټایمز په دې ناسته کې د افغانستان د استازي د ګډون او نه ګډون په اړه څه نه دي ویلي.

چین، روسیه، قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان، ازبکستان، پاکستان هند او ایران د شانګهای همکاریو سازمان غړي هېوادونه دي او افغانستان د دغه سازمان څارونکی غړی دی.

د شانګهای سازمان غونډه تېر کال په حضوري ډول د ازبکستان په سمرقند ښار کې ترسره شوه.

Views: 66

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.