کابل (پژواک، ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۲): د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر (يوناما) وایي، د ۲۰۲۳ – ۲۰۲۵ کلونو لپاره یې يو ستراتیژیک چوکاټ جوړ کړى چې د افغانانو د ملاتړ په برخه کې د دغه سازمان لومړیتوبونه په ګوته کوي.
دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې چې نن د يوناما له لوري رسنيو ته استول شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان نن د ۲۰۲۳ – ۲۰۲۵ کلونو لپاره خپل ستراتیژیک چوکاټ وړاندې کړ چې د افغانانو د ملاتړ په برخه کې د دغه سازمان لومړیتوبونه په ګوته کوي.
په دې اعلامیه کې ویل شوي، د ملګرو ملتونو ستراتیژیک چوکاټ په افغانستان کې د لومړنیو بشري اړتیاوو پوره کولو لپاره د ملګرو ملتونو کړنلاره بیانوي او د خورا زيانمنونکو کسانو لکه د ښځو، نجونو، ماشومانو، ځوانانو، داخلي بېځایه شوو، راستنېدونکو کډوالو، قومي او مذهبي اقلیتونو اړتیاوو او حقونو ته لومړیتوب ورکوي.
په یاده اعلامیه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا له قوله ویل شوي: «زموږ ستراتیژیک چوکاټ د افغانستان خلکو ته د مرستې یو پیاوړی وړاندیز دی چې د دوی اساسي بشري اړتیاوې په ګوته او د ژوند ژغورونکو بشري مرستو روان بهیر بشپړ کړي.»
هغې ویلي، د ملګرو ملتونو ستراتیژیک چوکاټ له غړو هېوادونو، همکارانو او شریکانو سره په نږدې مشوره ترتيب شوی دی.
په اعلامیه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستيال ځانګړي استازي او د بشري مرستو همغږيکوونکي ډینیل انډریس له قوله لیکل شوي: «ملګري ملتونه او همکاران یې پر دې پوهېږي چې یوازې بشردوستانه مرستې به د منځمهالې او اوږدمهالې مودې لپاره د افغانانو لویې کچې او ډېرېدونکو بشري کړاوونو د حل لپاره بسنه ونه کړي.»
نوموړی وایي: «منځنیو ښوونځيو او د لوړو زدهکړو موسسو، عامه پارکونو، جيمونو او حمامونو ته د نجونو او ښځو پر تلو بنديز او نور احکام د ښځو او نجونو فزیکي خوځښت او په اقتصادي، ټولنیز او عامه ژوند کې د هغوی ګډون محدودوي.»
انډریس د دغه چوکاټ بشپړ پلی کېدل د واکمنو چارواکو په کړنو او د بسپنه ورکوونکو په ملاتړ پورې تړلی وباله.
Views: 66
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن