ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې سوداګر وايي، حکومت دې د انګورو صادراتو لپاره هوايي دهلېز پرانیزي

کندهار کې سوداګر وايي، حکومت دې د انګورو صادراتو لپاره هوايي دهلېز پرانیزي

author avatar
5 Jul 2023 - 14:07
کندهار کې سوداګر وايي، حکومت دې د انګورو صادراتو لپاره هوايي دهلېز پرانیزي
author avatar
5 Jul 2023 - 14:07

کندهار (پژواک، ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۲): د کندهار یو شمېر سوداګر وايي، سږ کال په دغه ولایت کې د انګورو حاصلات ښه دي او بهر ته د صادرولو لپاره یې له حکومته د هوايي دهلېز غوښتنه کوي.

په دغه ولایت کې د تازه مېوې اتحادیې رييس حاجي ناني اغا پژواک خبري اژانس ته وویل: «اوس تازه پاکستان ته ۴۰ ټنه انګور صادر شوي او په وینا يې، که هوایي دهلېز وای د کندهار انګور به په نورو هېوادونو کې هم په ښه بیه پلورل شوي وای.»

د هغه په خبره، دا چې اوس مهال د هوا له لارې د صادراتو امکانات نشته نو دوی د ځمکې له لارې هڅه کوي چې ډېر انګور صادر کړي.

نوموړي وویل: «موږ د تېر کال په شان چې خپل انار مو روسیې ته صادر کړل، نو سږ کال هم کوښښ کوو، کومو هېوادونو ته چې د ځمکې له لارې امکان ولري انګور صادروو خو اوس زموږ مارکېټ یوازې پاکستان دی.»

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.