کابل (پژو اک، ۱۹ چنګاښ ۱۴۰۲): د ریاستالوزرا کفیل او سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له نړۍوالې ټولنې غوښتي چې په افغانستان کې طبیعي پېښو زیانونو کمېدو برخه کې دې خپلې مرستې نه سپموي.
هغه دغه خبرې پرون پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت له سرپرست ملا محمدعباس اخند سره په لیدنه کې کړې دي.
ارګ تېره شپه په خپله ټویټرپاڼه کې د ریاستالوزرا د کفیل او سیاسي مرستیال له قوله لیکلي، د اقلیمي بدلون له امله د هېواد ځينې سیمې د سېلابونو له جدي ګواښ سره مخ دي او پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت بايد د چمتووالي لپاره له وړاندې پر يو جامع پلان کار وکړي.
نوموړي زیاته کړه: «اسلامي امارت د اقلیمي بدلون له امله زیانمنو شوو سیمو ته ځانګړې پاملرنه لري او ورته به د اړتيا وړ بودجه په پام کې ونيسي.»
هغه ویلي: «د طبیعي پېښو زیانونو کموالي لپاره د امارتي ادارو د تیاري ترڅنګ بايد بينالمللي ټولنه هم خپلې مرستې ونه سپموي.»
سرچینې دغه راز پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر ملا محمدعباس اخند له قوله ویلي، شته امکاناتو ته په پام د پېښو پر مهال مرستو رسولو ته چمتووالی لري.
نوموړي دغه راز ویلي، له یو شمېر بهرنیو مرستندویه بنسټونو سره په اړیکه کې دي، څو په ګډه د اړتیا پر مهال لاس په کار شي.
نوموړي زیاته کړه، په سختو حالاتو کې د خلکو ژغورنې په موخه په ټولو ولایتونو کې د هوا او ځمکې له لارې د اړتیا وړ اقداماتو لپاره تياری نیول شوی او له اړوندو ارګانونو سره بشپړه همغږي موجوده ده.
دا په داسې حال کې ده طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت معلوماتو له مخې، د روان کال له پیله د چنګاښ تر ۱۳مې په ټول هېواد کې د طبیعي پېښو له امله ۱۵۱ کسان مړه او ۲۲۵ نور ټپيان شوي دي.
دوی ويلي چې په همدې موده کې ۲۱۶۲ کورونه هم زیانمن شوي دي.
Views: 37
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن