شبرغان (پژواک، ۱۹ چنګاښ ۱۴۰۲): په جوزجان کې یوه امنیتي سرچینه وايي، د هغې ۱۳ کلنې نجلۍ مړی موندل شوی چې دوه ورځې مخکې په شبرغان ښار کې ورکه شوې وه.
د یاد ولایت امنیې قوماندانۍ ویاند قاري عبدالستار حلیمي پژواک خبري اژانس ته وویل، دا نجلۍ مرجانه نومېده چې دوه ورځې مخکې له شبرغان ښاره ورکه شوې وه.
هغه زیاته کړه: «امنیتي ځواکونه د دې نجلۍ په لټه کې وو چې له بده مرغه نن سهار د هغې مړی د شبرغان ښار په “بلالاباد” کلي کې پيدا شو.»
نوموړي وویل، د دوی لومړنۍ موندنې ښيي چې دغه نجلۍ راځړول شوې ده.
د سرچینې معلوماتو له مخې، د دې پېښې په تړاو دوه کسان نیول شوي او څېړنې روانې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP