جلالاباد (پژواک، ۱۹ چنګاښ ۱۴۰۲): ننګرهار کې امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په نازیانو ولسوالۍ کې یې وسلې ترلاسه کړې او په تورخم ښارګوټي کې يې د مسو د قاچاق مخه نیولې ده.
په ختيځ کې د ۲۰۱ خالد بن وليد قول اردو وياند مولوي وحيدالله محمدي د چنګاښ په ۱۹مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د دې قول اردو د درېيمې پلې لوا سرتېرو د ننګرهار نازیانو ولسوالۍ په لنډي کلي کې د وسلو يو قاچاقبر له ګڼ شمېر وسلو او بېلابېل ډول مهماتو سره يو ځای نيولی دی.
هغه وویل: «د يو لړ دقيقو کشفي راپورونو پر اساس عملیات ترسره شوي چې په کې يو کس قاچاقبر له پنځه ميله روسي کلاشينکوفونو، دوه جمپرونو، دوه لاسي دودي بمونو، د کلاشينکوف پر یوه قنداغ سربېره او د هاوان، دهشکې، M۱۶، زيکو يو او نورو بېلابېل ډول وسلو مرمۍ او مهمات نيولي دي.»
د يو بل خبر له مخې، د تورخم ګمرک امر انجینر مسلم خاکسار پژواک ته وویل چې دوی د تشریح کارمندانو له لوري په یوه خالي محموله کې هغه وخت ۱۶۷ کیلوګرامه مس ترلاسه شول چې موټرچلوونکي غوښتل ګاوندي هېواد پاکستان ته یې قاچاق او انتقال کړي.