ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نیمروز کې د تېر کال په نسبت کرنیز حاصلات ۵۰ سلنه کم شوي

نیمروز کې د تېر کال په نسبت کرنیز حاصلات ۵۰ سلنه کم شوي

author avatar
11 Jul 2023 - 15:47
نیمروز کې د تېر کال په نسبت کرنیز حاصلات ۵۰ سلنه کم شوي
author avatar
11 Jul 2023 - 15:47

زرنج (پژواک، ۲۰ چنګاښ ۱۴۰۲): د نیمروز د کرنې، اوبو لګولو او مالدرۍ ریاست وايي، په دغه ولایت کې د کرنیزو حاصلاتو کچه د تېر کال په پرتله ۵۰ سلنه کم شوي دي.

د نیمروز د کرنې او مالدارۍ رییس عبدالخالق حکیم‌الله پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دغه ولایت کې کرنیز حاصلات د تېر کال په پرتله ۵۰ سلنه کم شوي دي.

هغه وویل چې تېر کال په نیمروز له ۹۹۶ زره او ۷۰۶ هکټاره کرنیزې ځمکې ۹۵ زره هکټاره یې کرل شوې وه چې یو میلیون ۵۶۰ زره او ۹۴۸ ټنه حاصلات یې ورکړي وو.

خو دی وايي، سږ کال ۴۲ زره او ۱۶ هکټاره ځمګه کرل شوې چې حاصل به یې ۷۹۱ زره او ۹۲ ټنو ته ورسېږي چې د تېر کال په پرتله ۵۰ سلنه کموالی ښيي.

د یاد ولایت د کرنې او مالدارۍ رییس د کرنیزو محصولاتو کمېدو اصلي لامل د اوبو نشتوالی، په ژمي کې ډېره سړه هوا، د موسمِي بارانونو نه اورېدل، وچکالي او په دغه ولایت کې موسمي بادونه بولي.

بل‌خوا، د نیمروز یو شمېر بزګران وايي، په دې وروستیو کې د اوبو کمښت او سختو بادونو د دوی کروندو ته درانه زیانونه اړولي دي.

د زرنج ښار د نادعلي کلي یوه بزګر عبدالرووف پژواک ته وویل، د پرله‌پسې وچکالیو ترڅنګ، د اوبو کمښت او وروستيو توپانونو د خلکو کروندو ته سخت زیانونه اړولي دي.

هغه زیاته کړه، توپانونه هر کال په نیمروز کې کښتونه له منځه وړي، خو د تېرو کلونو پر پرتله سږ کال د شدیدو توپانونو له امله ډېرې کروندې له منځه تللې دي.

هغه وايي: «سږ کال مې چې څومره تخمونه کرلي، ټول باد یووړل، په سختۍ سره خپلې ځمکې خړوبوو، وچکالۍ، ۱۲۰ ورځنیو بادونو او د ژمې ډېرې سړې هوا زموږ کښتونه له منځه وړي دي.»

د هغه په خبره، د دغه ولایت ډېری بزګران وايي چې کرنیز محصولات یې کم شوي دي.

په ورته مهال، د نیمروز چخانسور ولسوالۍ یوه بزګر سورګل پژواک ته وویل: «که څه‌ هم هر کال د غبرګولي له میاشتې ۱۲۰ ورځني بادونه پیلېږي او بزګرانو ته زیانونه اړوي، خو سږ کال د دغو بادونو شدت ډېر دی او کرونګرو ته درانه زیانونه اړوي.»

نوموړي زیاته کړه: «توپان تر هغه حده دی چې ان زموږ کارګران ځمکې نه شي اړولای او نه د غنمو لو کولا شي، ټول غنم باد یووړل او کوم تخمونه مو چې کرلي وو هم بادونو یووړل او له منځه ولاړل.»

د هغه په وینا، د تېرو کلونو په پرتله یې د غنمو حاصل ډېر کم شوی دی.

په همدې حال کې، د چهاربرجک ولسوالۍ یوه بزګر یارمحمد وویل چې توپان یې ټولې هغه کروندې چې د ودې په حال وې، له منځه وړې او ډېر زیان یې وراړولی دی.

هغه زیاتوي: «کار او غریبي نشته، کښت هم نتیجه نه ورکوي، نیم کال مو له وچکالي او نیم کال مو د توپانونو له امله کروندې او محصولات له منځه ځي، موږ د نیمروز بزګران خپل لګښتونه نه شو پوره کولای.»

کروندګر د کرنې له ریاسته غواړي چې مالي ملاتړ یې وکړي او د کرنې میکانیزه کولو لارو چارو زمینه ورته برابره کړي.

Views: 33

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.