کابل (پژواک، ۲۰ چنګاښ ۱۴۰۲): د افغاني سرې میاشتې ټولنې له خوا په هېواد کې ۲۴ زره بې سرپرسته کونډو ته د ۲۰۴ میلیون افغانیو مرستې د وېش لړۍ روانه ده.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې ویاند عرفانالله شرفزوی وایی، دا لړۍ د روانې چنګاښ مياشتې په لومړیو کې پیل شوې ده.
دی وایي چې هرې کونډې ته ۸۵۰۰ افغانۍ ورکول کېږي.
د هغه د معلوماتو له مخې، په کندهار، هلمند، اروزګان او زابل ولايتونو کې ۴۰۰۰ بېسرپرسته کونډو ته د ۳۴ ميليون افغانيو نغدي مرستې د وېش لړۍ تېره ورځ بشپړ شوه.
هغه زیاتوي چې په پاتې ۳۰ ولايتونو کې به هم په راروانو دوو اونيو کې تثبيت شوو بېسرپرسته کونډو ته یاده نغذي مرسته ووېشل شي.
Views: 133
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن