ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار په شاولیکوټ کې د ۳۴ کیلومتره سړک د جوړېدو چارې پيل شوې

د کندهار په شاولیکوټ کې د ۳۴ کیلومتره سړک د جوړېدو چارې پيل شوې

author avatar
13 Jul 2023 - 18:43
د کندهار په شاولیکوټ کې د ۳۴ کیلومتره سړک د جوړېدو چارې پيل شوې
author avatar
13 Jul 2023 - 18:43

کندهار (پژواک، ۲۲ چنګاښ ۱۴۰۲): د کندهار سیمه‌ییز چارواکي وایي چې د دغه ولایت د شاولیکوټ ولسوالۍ اړوند په چنارتو او توغراک سیمو کې د ۳۴ کیلومتره سړک د جوړېدو چارې پیل شوې.

مسوولین زیاتوي، دغه سړک چې نن پنجشنه یې د جوړېدو چارې پېل شوې، ۳۴ کیلومتره اوږدوالی لري، ۲۶ کلي سره نښلوي او د دغو کلیو د اوسېدونکو روغتیايي او ګڼې نورې ستونزې به ورسره حل شي.

د کندهار ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې رییس ملا عبدالجبار حکمت د یاد سړک د چارو د پيل په مراسمو کې وویل، دغه سړک د بشري مرستو د همغږۍ موسسې «CHA» له خوا د اتو میاشتو په موده کې جوړېږي.

ده زیاته کړه: «دغه سړک چې ۲۶ کلي سره نښلوي خلکو ته به ډېره اسانتیا رامنځته کړي، خلک به وکولای شي چې خپل ناروغان په اسانۍ سره تر کلینیک پورې ورسوي.»

 هغه وایي، له سړک وروسته پلان دی چې په دغه ساحو کې د خلکو د اوبو ستونزې هم حل شي او په بېلابېلو کلیو کې به د اوبو لوی او واړه چیک ډیمونه جوړ شي.

 د دغه سړک د پروژې د تطبیق کوونکې موسسې «CHA»  استازی بازمحمد ایاز وایي، د یاد سړک لګښت ۴۰ میلیونه افغانۍ دی چې د نړيوال بانک له خوا ورکول کیږي.

د هغه په وینا، په دې پروژه کې به له همدغو کلیو څخه شاوخوا درې زره کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.

ده زیاته کړه: «دغه سړک چې له ۲۶ کلیو څخه تېرېږي نو له هر کلي څخه له سل څخه تر ۲۰۰ پورې کسان په کار پکې ګمارل کیږي چې په دې پروژه کې به کار کوي.»

د سیمي اوسېدونکي دا یو ډېر ښه ګام بولي چې په کلیو کې یې سړک ورته جوړیږي خو غوښتنه کوي چې د دغې سیمې اوسېدونکو ته دې د اوبو، روغتیا او نور برخو کې هم خدمات وړاندې شي.

د توغراک د کلي یوه اوسېدونکی ندا محمد په دې اړه پژواک ته وویل: «د سړک د جوړېدو چارو پیل ته ډېر خوشحاله یو، موږ ته تر اوسه هیڅ کار نه وو شوی نو له سړک وروسته باید موږ ته د اوبو بندونه هم جوړ شي؛ ځکه دلته اوس د څاه‌ګانو اوبه دومره ښکته تللې دي.»

د دغه سیمي یو بل اوسېدونکی سخي داد هم وايي، په یادو کلیو کې د اوبو ستونزه تر هرڅه جدي ده او که اوبه نورې هم ښکته شي خلک به له سیمي څخه کډه کولو ته اړ شي.

ده وویل: «د سړک چارې چې پیل شوې دا یو لوی کار دی، خو زموږ د اوبو مشکل تر ټولو لوی دی، اوبه د ژوند یوه اساسي اړتیا ده که چیري دلته اوبه نه وي سړک او هرڅه به له موږه پاتې وي.»

د توغراک، چنارتو او کړوې سیمو خلک وایي، په کلیو کې یې روغتیايي او نور خدمات نشته نو په کار ده چې دغو سیمو ته په ټولو برخو کې پاملرنه ډېره شي.

مسوولینو د دغو سیمو له خلکو سره ژمنه وکړه چې له سړک وروسته به هڅه وکړي چې په نورو برخو کې هم د خلکو ستونزې حل کړي او خدمات ورته ورسوي.

د یادونې وړ ده چې د سړک د چارو پېل په مراسمو کې د کندهار والي ملا شیرین اخند په ګډون یو شمېر رییسانو او قومي مشرانو شتون درلود.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.