Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سرپل کې د تېزو بادونو له امله د دوو سیمه‌ییزو راډیوګانو خپرونې درېدلې

سرپل (پژواک، ۲۰ وری ۱۴۰۴): سرپل کې د دوو خصوصي راډیوګانو مسوولین وایي چې د تېرې شپې سخت توپان یې د راډیوګانو تجهیزاتو ته زیان اړولی او خپرونې یې درېدلې دي.

سرپل کې د ارغوان راډیو د نشراتو مدیر شفیع‌الله حیدري پژواک خبري اژانس ته وویل چې د تېرې شپې د سخت توپان له امله یې راډیو انتن نړېدلی، د برېښنا مزي او ډایفول له منځه تللي او اصلي دستګاه هم زیان لیدلی دی.

هغه زیاته کړه چې د دوی د اټکل له مخې، د رسېدلي زیان اندازه څه باندې ۳۰۰ زره افغانۍ ده او راډیو خپله د تجهیزاتو د ترمیم توان نه لري او اوسمهال د راډیو نشرات بند دي.

هغه له حکومته او د رسنیو له ملاتړو بنسټونو غوښتنه وکړه څو د تخریب شوو وسایلو په ترمیم او جوړونه کې مرسته ورسره وکړي.

بلخوا، سرپل کې د انبیر راډیو تخنیکي مدیر مجیب‌الله هم وویل چې د تېرې شپې سختو بادونو دې راډیو ته څه باندې ۴۰۰ زره افغانۍ زیان اړولی دی.

نوموړي وویل: «زموږ د راډیو ۴۰ متري انتن په بشپړ ډول له منځه تللی، مزي شلېدلي او دستګاه هم زیان لیدلی دی.»

هغه هم له مسوولو بنسټونو او د رسنیو له ملاتړو غوښتنه وکړه چې د دې راډیو په ترمیم کې دې ورسره مرسته وکړي؛ ځکه که په دې برخه کې مرسته ورسره ونه شي، بیا فعالیت یې امکان نه لري.

ورته مهال، د سرپل د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ملا عبدالغفار حق‌نما پژواک ته وویل چې د زیانمن شوو راډیوګانو له وضعیته خبر دی او دوی به هڅه وکړي څو د دې راډیوګانو د بیا فعالیت لپاره زمینه برابره کړي.

هغه زیاته  کړه: «ارغوان او انبیر راډیوګانې د سرپل د خلکو مهمې فرهنګي پانګې دي او موږ د هغو ملاتړ ته ځان ژمن بولو.»

د یادونې ده، سرپل تېره شپه د سختونو بادونو او بارانونو شاهد و.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.