Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لوګر کې د لسو غوره لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ ترسره شوې

پل‌علم (پژواک، ۲۰ وری ۱۴۰۴): د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د دغه ولایت په مرکز پل‌علم ښار کې د لسو غوره لوبډلو ترمنځ فوټسال سیالۍ د «پېروزي» لوبډلې په بریا پای ‌ته ورسېدې.

د لوګر د بدني روزنې او ورزش امر مزمل نعیم‌زي پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه سیالۍ د فوټسال عمومي فدراسیون کمېټې له لوري پیل شوې وې چې یوه اونۍ یې دوام وکړ.

نعیم‌زي زیاته کړه په یادو سیالیو کې د ولایت په کچه د فوټسال لسو غوره لوبډلو ګډون کړی و چې لومړی مقام «پيروزي» او دويم «سنګ شکن» لوبډلو خپل کړ.

د نوموړي په خبره، دغه سیالۍ د فوټسال لوبې ته د ودې ورکولو، د ورزشکارانو ترمنځ د ښو اړیکو رامنځته کولو او د غوره لوبغاړو د انتخاب په موخه ترسره شوې.

نوموړي دغه راز زیاته کړه، په پام کې ده دغه ډول نور سیالۍ هم جوړې شي.

بلخوا، د فوټسال سیالیو یوه لوبغاړي کریم‌الله پژواک ته وویل، خوښ دی چې د ولایت په کچه د لسو غوره لوبډلو ترمنځ د فوټسال رسمي سیالۍ ترسره شوې.

نوموړي ټینګار وکړ، د فوټسال عمومي کمېټې ته په کار ده چې په لوګر کې دې لوبې ته د ودې ورکولو ترڅنګ ورزشکارانو ته د ورزش برخه کې د ظرفیت لوړولو پروګرامونه جوړ کړي.

هېره دې نه وي چې تېره اونۍ هم د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د ۳۰ غوره لوبډلو ترمنځ د ولایت په کچه د والیبال سیالۍ ترسره شوې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.