کابل (پژواک، ۲۷ چنګاښ ۱۴۰۲): د ایمرجېنګ اسیا جام د کرکټ یو ورځنیو سیالیو په لړ کې د بنګلهدېش الف لوبډلې افغانستان ته ماته ورکړه.
په نننۍ لوبه کې د بنګلهدېش الف لوبډلې پچه وګټله او په خپله یې لومړۍ یې توپوهنه وکړه.
په دغه لوبه کې بنګلهدېش په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۰۸ منډې جوړې کړې او افغانستان ته یې د ۳۰۹ منډو هدف وټاکه.
همدارنګه د افغانستان له لوري په توپاچونه کې سلیم صافي څلور، ابراهیم عبدالرحيمزي، اظهار الحق نوید او ضیاءالرحمن اکبر د بنګله دېش الف لوبډلې یو- یو لوبغاړي وسوځول.
یاد هدف د افغانستان الف لوبډلې پوره نه شو کړای او په ټاکلو ۵۰ اورونو کې یې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۸۷ منډې وکړې او لوبه یې د ۲۱ منډو په توپیر د بنګلهدېش الف لوبډلې ته وبایلله.
د افغانستان له لوري په توپوهنه کې ریاض حسن ۷۸، بهیر شاه ۵۳، نورعلی ځدارڼ ۴۴ او شاهدالله کمال هم ۴۴ منډې وکړې.
د یادونې ده، په دغو سیالیو کې له دې مخکې افغانستان د عمان او سریلانکا الف لوبډلو ته ماتې ورکړي دي.
Views: 15