پاراخ (پژواک، ۳۱ سرطان ۱۴۰۲): د پنجشېر ولايت د درې او ابشار ولسواليو اوسېدونکي د دغه ولسواليو د سړکونو له خرابوالي شکايت کوي او له مسوولو چارواکو غواړي چې د جوړولو په برخه کې یې اقدام وکړي.
د ابشار ولسوالۍ اوسېدونکی ګلزمان نوري وايي چې د دې ولسوالۍ پر سړکونو تګ راتګ ستونزمن دی.
هغه زیاته کړه: «د دغه سړک جوړول – چې د سیند تر څنګ تېر دی او د اوبو کچې لوړېدو له امله په اونیو بند وي - د جمهوریت په شلو کلونو کې له پامه غورځول شوی و او اوس باید د امارت حکومت د دغه سړک جوړولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.»
په ورته مهال، د درې ولسوالۍ د عبدالله خېلو کلي اوسېدونکى عزيزالله وايي، د دې درې سړک د جمهوريت پر مهال جوړ شوى، خو پوخ شوى نه دی او اوس دغه سړک ډېر خراب شوى او د سيمې اوسېدونکي يې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن