منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۳۲ غ.و
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د پنجشېر د درې او ابشار اوسېدونکي د سړکونو له خرابوالي شکایت کوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۲۰۶ کتنې

پاراخ (پژواک، ۳۱ سرطان ۱۴۰۲): د پنجشېر ولايت د درې او ابشار ولسواليو اوسېدونکي د دغه ولسواليو د سړکونو له خرابوالي شکايت کوي او له مسوولو چارواکو غواړي چې د جوړولو په برخه کې یې اقدام وکړي.‎

د ابشار ولسوالۍ اوسېدونکی ګل‌زمان نوري وايي چې د دې ولسوالۍ پر سړکونو  تګ راتګ ستونزمن دی.

هغه زیاته کړه: «د دغه سړک جوړول – چې د سیند  تر څنګ تېر دی او د اوبو کچې لوړېدو له امله په اونیو بند وي -  د جمهوریت په شلو کلونو کې له پامه غورځول شوی و او اوس باید د امارت حکومت د دغه سړک جوړولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.»

په ورته مهال، د درې ولسوالۍ د عبدالله خېلو کلي اوسېدونکى عزيزالله وايي، د دې درې سړک د جمهوريت پر مهال جوړ شوى، خو پوخ شوى نه دی او اوس دغه سړک ډېر خراب شوى او د سيمې اوسېدونکي يې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

د هغه په خبره، خامه او ويجاړ سړک د دې لامل شوی څو کابل ته د یوه ناروغ د لېږد په بدل کې ان تر ۳۰۰۰ زره افغانیو پورې «ملا ما توونکې» کرایه ورکړي او دغه‌راز د لومړنیو خوراکي توکو د لېږد برخه کې هم له جدي ستونز سره مخ شي.

د عبدالله خېلو کلي بل اوسېدونکی عبدالفاروق وايي: «نږدې ۵۰ تر ۶۰ کوچني او لوی کلي - چې ټول د عبدالله خېلو اړوند دي - له ستونزو سره مخ دي، سړک یې په نوم دی، له رينجر موټرو پرته نور موټر په سختۍ پرې تګ راتګ کولی شي، که راهم شي نو د سړک د خرابوالي له امله خامخا خرابیږي، ځکه سړک د سیند پر غاړه دی او سېلابونه یې خرابوي، ټول سړک ویجاړ شوی دی.»

د عبدالله خېلو کلي اوسېدونکي هم له مسوولو چارواکو غواړي چې د یاد سړک جوړولو ته جدي پاملرنه وکړي.

هغه موټر چلوونکي چې پر دې لاره تګ راتګ کوي هم وايي چې د سړک ډېر خرابوالى د دوى د موټرو د خرابېدو لامل شوى دى.

یوه موټر چلوونکي رفيع‌الله وويل: «د لارې خرابوالى د دې لامل شوی څو چلوونکي د مسافرو له ليږدولو ډډه وکړي؛ ځکه له ګټې یې زیان ډېر دی ځکه چې موټر یې خرابیږي. له حکومته غواړو چې ژر تر ژره د دغه سړک جوړولو ته پاملرنه وکړي.»

د پنجشېر ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مولوي نصرالله ملک‌زاده وايي، په دره او ابشار ولسواليو کې د سړکونو د خرابولي ستونزې شته او د دغو لارو د ويجاړېدو لامل اوړي کې د اوبو کچې لوړېدل او سېلابونه راوتل دي.

هغه وويل چې د پنجشېر ځايي حکومت هڅه کوي څو لومړی د دغه سړک لوری بدل او وروسته یې د جوړولو لپاره اقدام وکړي.‎

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه