ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د میدان‌وردګو په جلرېز کې د واده پر کور د سېلاب ورتلو له امله ۲۲ کسان مړه شوي

د میدان‌وردګو په جلرېز کې د واده پر کور د سېلاب ورتلو له امله ۲۲ کسان مړه شوي

author avatar
24 Jul 2023 - 00:31
د میدان‌وردګو په جلرېز کې د واده پر کور د سېلاب ورتلو له امله ۲۲ کسان مړه شوي
author avatar
24 Jul 2023 - 00:31

کابل (پژواک، د زمري لومړۍ نېټه ۱۴۰۲): د میدان‌وردګو ولایت په جلرېز ولسوالۍ کې د واده پر کور د سېلاب ننوتو له امله ۲۲ کسان مړه شوي دي.

د میدان‌وردګو ولایت پېښو ته د رسېدو چارو رییس مولوي فیض‌الله جلالي وايي، تېره شپه د جلرېز ولسوالۍ په تکانې سیمه کې په یوه کور کې د واده مراسم وو چې سېلاب لاندې کړی او ګڼ شمېر کسانو ته مرګ‌‎ژوبله اوښتې ده.

هغه پژواک ته وویل: «تر اوسه له دغه کوره ۲۲ شهیدان له خاورو را ایستل شوي او لسګونه نور نادرکه دي چې د پيدا کولو لپاره يې هڅې روانې دي.»

د میدان‌وردګو ولایت مقام په یوه ټویټ کې لیکلي چې والي قاري بختیار معاذ او نور چارواکي جلرېز ولسوالۍ ته رسېدلي او له ځان سره یې مرسته هم رسولې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.