کابل (پژواک، د زمري لومړۍ نېټه ۱۴۰۲): د میدانوردګو ولایت په جلرېز ولسوالۍ کې د واده پر کور د سېلاب ننوتو له امله ۲۲ کسان مړه شوي دي.
د میدانوردګو ولایت پېښو ته د رسېدو چارو رییس مولوي فیضالله جلالي وايي، تېره شپه د جلرېز ولسوالۍ په تکانې سیمه کې په یوه کور کې د واده مراسم وو چې سېلاب لاندې کړی او ګڼ شمېر کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
هغه پژواک ته وویل: «تر اوسه له دغه کوره ۲۲ شهیدان له خاورو را ایستل شوي او لسګونه نور نادرکه دي چې د پيدا کولو لپاره يې هڅې روانې دي.»
د میدانوردګو ولایت مقام په یوه ټویټ کې لیکلي چې والي قاري بختیار معاذ او نور چارواکي جلرېز ولسوالۍ ته رسېدلي او له ځان سره یې مرسته هم رسولې ده.
بلخوا طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند شفیعالله رحیمي وایي، د لومړنیو راپورونو له مخې، د دغو سېلابونو له امله ۳۱ کسان مړه، ۴۱ کسان نادرکه، ۷۴ کسان ټپیان او ۶۰۴ کورونه په نیمه او بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.
رحیمي د نورو هغو سیمو نومونه یاد نه کړل چې مرګ ژوبله په کې اوښتې، خو ویې ویل چې له یادې مرګ ژوبله ډېره یې په میدان وردګو کې رامنځته شوې ده.
هغه زیاته کړه، تېره شپه د میدان وردګو ولایت په مرکز میدانښار، جلرېز، چک، سیداباد، نرخ او جغتو ولسوالیو کې سخت سېلابونه راوتلي چې له امله يې خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.
نوموړی وایي، په یادو ولسوالیو کې د سېلابونو له امله ۲۶ کسان مړه، ۴۴ ټپيان او لسګونه نور نادرکه شوي، خو د دغې مرګژوبلې د ډېرېدو امکان هم شته.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










