Language

ننګرهار کې د صفا راډيو خبريال له ۱۳ ورځني بند وروسته ازاد شو

جلال‌اباد (پژواک، ۴ زمری ۱۴۰۲): سيمه‌ييز چارواکي وايي، په ننګرهار کې د صفا راډيو خبريال عرفان‌الله بيدار له ۱۳ ورځني بند وروسته بېرته ازاد شو.

نوموړی د چنګاښ په ۲۱مه د جلال‌اباد ښار له عیدګاه جوماته له خپل موټر سره یو ځای نادرکه شوی و.

مسوولين وايي، عرفان‌الله بيدار د مسلک په تړاو نه، بلکې د شخصي ملحوظاتو له امله د یوه شک پر بنسټ نيول شوی و.

د افغانستان د خبريالانو مرکز د چنګاښ په ۲۷مه د يوې اعلاميې په خپرولو ويلي وو چې عرفان‌الله بيدار له يوې اونۍ راهیسې نادرکه شوی او له امنيتي مسوولينو يې د هغه د خلاصون غوښتنه کړې وه.

login or register a new account.