جلالاباد (پژواک، ۴ زمری ۱۴۰۲): سيمهييز چارواکي وايي، په ننګرهار کې د صفا راډيو خبريال عرفانالله بيدار له ۱۳ ورځني بند وروسته بېرته ازاد شو.
نوموړی د چنګاښ په ۲۱مه د جلالاباد ښار له عیدګاه جوماته له خپل موټر سره یو ځای نادرکه شوی و.
مسوولين وايي، عرفانالله بيدار د مسلک په تړاو نه، بلکې د شخصي ملحوظاتو له امله د یوه شک پر بنسټ نيول شوی و.
د افغانستان د خبريالانو مرکز د چنګاښ په ۲۷مه د يوې اعلاميې په خپرولو ويلي وو چې عرفانالله بيدار له يوې اونۍ راهیسې نادرکه شوی او له امنيتي مسوولينو يې د هغه د خلاصون غوښتنه کړې وه.
د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رياست د مطبوعاتو امر صديقالله قريشي بدلون د زمري په ۴مه پژواک اژانس ته وويل چې عرفانالله بيدار د يوه شک پر بنسټ نيول شوی و، کله چې ترې څېړنې بشپړې شوې، دوه ورځې مخکي بېرته خپلې کورنۍ ته سپارل شوى دى.
هغه وويل چې د بيدار نيول کېدل د هغه ّه مسلک پورې هیڅ اړه نه لري، بلکې د ځينو شخصي ملحوظاتو له مخې نيول شوی و.
هغه زياته کړه: «اسلامي امارت په هېواد کې د ډاډمن امنيت رامنځته کولو لپاره له ټولو هغو کسانو چې شک پرې کېږي، پلټنې کوي، خو ډاډ ورکوو چې د اسلامي امارت مجاهدين له نيول شوو کسانو سره د اسلامي اصولو په رڼا کې چلند کوي.»
په ورته وخت کې د صفا راډيو مسوول اسماعيل حضرتي هم تاييد کړه چې عرفانالله بيدار دوه ورځې مخکې بېرته ازاد شوی دی.
د افغانستان خبريالانو مرکز هم په يوه تازه اعلاميه کې د عرفانالله بيدار خلاصون تاييد کړی او د اسلامي امارت له مسوولينو يې د دغه کار له امله مننه کړې ده.
له دې مخکې د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رياست ډاډ ورکړی و چې په دغه ولايت کې خبريالان د رسنيزو سرغړونو په جرم نه نيول کېږي او که کوم خبريال نيول شوی هم وي، له خبريالۍ ورهاخوا شخصی ستونزې به لري.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










