کابل (پژواک، ۷ زمری ۱۴۰۲): سره میاشت د زړه د سوري پر ناروغۍ د اخته ماشومانو درملنې لپاره د بودجې له ډېرېدو خبر ورکوي او وايي چې تېرو ۱۴ کلونو کې یې د سوري زړه لرونکو ۱۱ زره ماشومانو درملنه کړې ده.
د سرې میاشتې ټولنې ویاند عرفانالله شرفزوی پژواک خبري اژانس ته وویل، تېر کال په زړه سوري ماشومانو د درملنې لپاره ۲ سوه میلیونه افغانۍ ځانګړې شوې وې خو سږ کال د دغو ماشومانو د درملنې په موخه ۳ سوه میلیونه افغانۍ ځانګړې شوې دي.
د هغه په خبره، د سوري زړه لرونکو ماشومانو د درملنې پروګرام د مرسته کوونکي په همکارۍ تطبیقیږي او د مثال په توګه اوسمهال د بریتانیا ملي اتحادیې د دغو ماشومانو د درملنې په موخه له دې بنسټ سره د ۲۰۰ میلیونو ډالرو ژمنه کړې او د دې ترڅنګ د سریلانکا ملي اتحادیې هم په دې برخه کې ژمنه کړې ده.
د شرفزوی د معلوماتو له مخې، یاد بنسټ ۲۰۰۸ کال کې د سوري زړهلرونکو ماشومانو د درملنې پروګرام پیل کړی چې په دې موده کې ۲۵۵۰۰ پر دې ناروغۍ اخته ماشومانو د درملنې لپاره سرې میاشتې ته مراجعه کړې ده.
نوموړي وویل، د یادو ثبت شوو ماشومانو له ډلې د ۱۱ زرو درملنه یې شوې ده.
د سرچینې په خبره، په لومړیو کې یاد ناروغان له هېواده بهر استول کېدل، خو اوس د هېواد دننه داسې ظرفیتونه جوړ شوي او د هغو عملیاتونه د هېواد په داخل کې په کم مصرف ترسره کیږي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، اوسمهال د دغو ماشومانو د عملیاتو زمینه د کابل فرانسویانو په انستیتیوت، ګلوبل کمپلېکس، سټار، الحیات، الباسط او د انداراګاندي په روغتونو کې او د کندهار په میوند روغتون کې برابره شوې ده.
نوموړی وایي، دغه بنسټ ته د تېرو کلونو په نسبت پر یاده ناروغۍ د اخته کسانو د مراجعې شمېر لوړ شوی؛ ځکه چې اوس په هېواد کې امنیت تامین شوی او خلک له بېلابېلو ځایونو دغه بنسټ ته مراجعه کوي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، تېره یوه کال کې له ۲۵۰۰ ډېر د سوري زړه لرونکو ماشومانو دغه بنسټ ته مراجعه کړې چې له دې ډلې ۱۵۰۲ یې د درملنې لپاره د هېواد داخلي روغتونو ته معرفي شوي دي.
هغه وویل، له یادو معرفي شوو ماشومانو له ډلې څه د پاسه ۱۰۰۰ ماشومان ښه شوي او رخصت شوي او نور یې د درملنې په حال کې دي.
د هغه په خبره، د یاد بنسټ د ارزونې له مخې، تېر یوه کال کې ۶ سلنه ناروغان چې عملیات ته منتظر وو او یا د ناروغۍ وخامت او یا دغه بنسټ ته یې په ځنډ مراجعه کولو له امله مړه شوي دي.
ځیني ناروغ لرونکي د سرې میاشتې د دغه پروګرام ستاینه کوي.
د میرزا محمد ۱۴ کلن وراره چې د زړه سوري ناروغي لري او د دغه بنسټ له لارې ګلوبل روغتون ته معرفي شوی، پژواک ته وايي چې وراره یې د زړه سوري ناروغۍ له امله به په ډېر تکلیف کې و خو اوس له عملیات وروسته یې روغتیايي وضعیت ښه شوی دی.
هغه زیاته کړه: «موږ د سرې میاشتې له خدماتو مننه کوو چې په زړه سوري ناروغانو درملنه وړیا کوي او د بېوزلو خلکو لپاره چې د خپلو ناروغانو د درملنې وس نه لري، لویه مرسته ده، موږ له هغوی راضي یو او الله تعالی دې ډاکټرانو لا توفیق ورکړي چې ټولو ناروغانو ته رسېدنه وکړي.»
په ورته وخت کې، د بلخ یوه اوسېدونکي نصرالدین چې خوریی یې په ګلوبل خصوصي روغتون کې عملیات شوی وايي، یو کال مخکې یې د هغه نوم په سره میاشت کې ثبت کړی و چې اوس یې عملیات وشو او و ضعیت یې د ښه کېدو په حال کې دی.
نوموړي هم د سرې میاشتې د یاد پروګرامه ستاینه وکړه زیاته یې کړه که خوریی یې له دې لارې عملیات شوی نه وای، د اقتصادي ستونزو له امله یې د هغه د عملیات وس نه درلود.
د زړه سوري ناروغي څه ډول ناروغي ده؟
د ډاکټرانو په خبره، په زړه سوري ناروغۍ (وياسډي) یو ډول مادرزادي ناروغي ده چې ماشومان په زړه سوري دنیا ته راځي، ستړیا، سریع تنفس، د تنفس ستونزه، رنګ الوتی، د قلب سریع ټکانونه، د جګر لویوالی او کمزورې تغذیه د دې ناروغۍ نښې دي.
په ګلوبل خصوصي روغتون کې د زړه متخصص ډاکټر منوچهر تیموریان هم وایي، په زړه سوري ناروغي یوه مادرزادي ناروغي ده چې د مور په رحم کې ماشوم ته پیدا کېږي.
د هغه په خبره، په زړه سوري ناروغۍ اخته ماشومان معمولاً کم وزنه او سوی تغذي وي، چټکه وده نه لري، مخکې له وخته دنیا ته راځي، د هغوی وینه میکروبي وي او په سینه بغل هم اخته وي.
نوموړي زیاته کړه، دغه روغتون کې تېر یوه کال کې د ۳۵۰ سوري زړه لرونکو ماشومانو درملنه شوې ده.
Views: 21
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن