ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جوزجان کې یوه ځوان د ۵۰۰ زره ډالرو په پانګونې ۴۰ کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده

جوزجان کې یوه ځوان د ۵۰۰ زره ډالرو په پانګونې ۴۰ کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده

author avatar
2 Aug 2023 - 16:32
جوزجان کې یوه ځوان د ۵۰۰ زره ډالرو په پانګونې ۴۰ کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده
author avatar
2 Aug 2023 - 16:32

شبرغان (پژواک، ۱۱ زمری ۱۴۰۲): یو جوزجاني ځوان په چین کې د لوړو زده‌کړو له پای ته رسولو وروسته هېواد ته راستون شوی او د ۵۰۰ زره امریکایي ډالرو په پانګونې سره یې یو سوداګریز شرکت جوړ کړی چې ۴۰ ځوانانو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده.

دا ۳۲ کلن ځوان چې محمداکبر نومیږي، څلورکاله وړاندې د زده‌کړو لپاره چین هېواد ته ولاړ او هلته یې د ادارې او سوداګرۍ په برخه کې د لیسانس سند واخیست.

هغه چې په وروستیو کې هېواد ته راستون شوی د میمنې ښار د بېلابېلو سیمو په ۴۰۰ جریب ځمکه کې یې د «اقتاش کرنیز او سوداګریز شرکت» په جوړولو د کرنې په برخه کې پانګونه وکړه.

دغه ځوان په ۴۰۰ جریب ځمکه کې د پنبې، انجې او پیاز په کرلو سره ۴۰ نورو وزګارو ځوانانو ته هم د کار زمینه برابره کړې چې هغوی ته له ۵۰۰۰ تر ۱۲۵۰۰ افغانۍ بېلابېل معاشونه ورکوي.

محمداکبر پژواک خبري اژانس ته وویل: «د کرنې په برخه کې د پانګونې څخه زما موخه د وزګارو ځوانانو ملاتړ او هغوی ته د کار زمینې برابرول دي.»

هغه زیاته کړه، یو شمیر کارګران چې د اسلامي امارت له لوري ورپېژندل شوي، هغه ځوانان دي چې پخوا په نشه‌یي توکو روږدی وو او اوس یې نشه پریښې؛ روغ شوي او د ده په کرونده کې کار کوي.

نوموړی یاده په برخه کې له خپل کار څخه د رضایت څرګندولو سربیره له نورو سوادګرو چې په بهر کې اوسېږي وغوښتل څو وطن ته راستانه شي او پانګونه وکړي چې له یوې خوا د هغوی په ګټه ده او بلخوا یو شمېر وزګاره کسانو ته د کار زمینه برابروي.

هغه کسان چې یاده پروژه کې شامل دي سره له دې چې د محمداکبر له دغه نوښته خوښ دي، هغوی هم له هېواده بهر سوداګرو څخه غواړي چې هېواد ته راستانه شي او پانګونه وکړي.

نورالله یو ځوان چې په «اقتاش کرونده» کې پر کار بوخت دی، د محمداکبر د دغه کار ستاینه کوي او وايي: «زه پخوا بیکاره وم او له بیکارۍ مو نشه‌یي توکو ته مخه کړې وه، خو اوس مې چې درملنه شوې او پر کار بوخت یم نه غواړم بیا پرې اخته شم.»

هغه اعتیاد ډېر ناوړه او تباه‌کوونکی عمل ګڼي او له نورو روږدو غوښتنه کوي: « زه له نورو ځوانانو هم غواړم چې د مخدره توکو له کارولو ډډه وکړي او انساني ژوند خپل کړي.»

نور‌الله وویل، اعتیاد څخه له خلاصون وروسته پر کار وګومارل شو او اوس خوښ دی چې ځان او کورنۍ لپاره یې یو اغیزمن کس دی.

نوموړی له نورو سوداګرو او پانګوالو غواړي چې خپل هېواد ته راشي او د دې ولایت په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.

هغه نور کسان چې په دې کرونده کې پر کار ګومارل شوي، هم خوښ دي او له سوداګرو ورته غوښتنه لري.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د جوزجان ولایت د سوداګرۍ او صنعت ریاست په پام کې لري څو د دغه سوداګر په مرسته په راتلونکو څو میاشتو کې په یاد ولایت کې صنعتی پارکونه جوړ کړي.

د جوزجان د سوداګرۍ او صنعت رییس مولوی نیاز‌محمد تواب پژواک ته وویل، دغه ځوان په څلور‌سوه جریبه ځمکه کې د پیاز، انجې او پنبې کرلو له لارې څلوېښتو ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړې چې یو ډېر نیک کار دی.

هغه زیاته کړه: «له هغو سوداګرانو او پانګوالو، چې په بېلابېلو برخو کې د پانګونې وړتیا لري، غواړو په جوزجان ولایت کې پانګونه وکړي ځکه دلته کافي کاري نیرو موجوده ده.»

د هغه په خبره، اقتاش شرکت چې په شبرغان ښار کې د کرنې په برخه کې د پانګونې له امله مخکښ شوی، پنځلس روږدي یې وروسته له درملنې خپلې کاري برنامه کې د کرنې په برخه کې شامل کړي دي.

د جوزجان د سوداګرۍ او صنعت رییس له هغو سوداګرو چې له هېواده بهر تللي هم وغوښتل څو خپل هېواد ته راشي او په بېلابېلو برخو کې د پانګونې له لارې ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.