خوستښار (پژواک، ۱۵ زمری ۱۴۰۲): خوست کې د ديني مدرسو او د ښوونځيو زدهکوونکو ترمنځ د «معارف جام» تر نوم لاندې د کرکټ سيالۍ پيل شوې.
د کرکټ دا لس اوريزې سيالۍ د یاد ولايت ځینو رضاکاره ځوانانو له خوا د خوست پوهنې رياست او د کرکټ بورډ ولايتي ادارې په چوکاټ کې جوړې شوې دي.
یاد رضاکار ځوانان وايي، دغه سيالۍ يې د مدرسو او ښوونځيو ترمنځ واټن له منځه وړلو او په ورته وخت کې ځوانانو ته د سالمې بوختيا رامنځته کولو په موخه جوړې کړې دي.
د دغه سياليو يو جوړونکي همايون اورښت پژواک خبري اژانس ته وويل، په دغو سياليو کې د مدرسو او ښوونځيو ۲۸ لوبډلو ګډون کړی چې شاوخوا يوه مياشت به دوام وکړي.
نوموړي زياته کړه، دا لومړی ځل دی چې په دغه ولايت کې دا ډول ورزشي سيالۍ جوړيږي او هيله لري چې له دې لارې به د مدرسو او ښوونځيو زدهکوونکو ترمنځ واتڼ کم او يووالى رامنځته شي.
ورته مهال د يادو سياليو ګډونوال هم یادې لوبې د دوی ترمنځ د واټن کموالي په برخه کې اغيزناکې بولي.
د ښوونځي يوه زدهکوونکي زاهدالله شاهين پژواک ته وويل، د کرکټ د يادو سياليو په ترسره کېدو سره د مدرسو او ښوونځيو زدهکوونکو اړيکې پياوړې کېږي او همدا ډول ترمنځ يې پېژندګلوي هم زياتيږي.
نوموړي د دغه ولايت له اړونده مسوولينو غوښتنه وکړه چې دغې برخې ته پاملرنه وکړي او په مختلفو سيمو کې دا ډول سپورتي لوبې جوړې کړي.
په همدې حال کې د مدرسې يوه زدهکوونکي وريدالله ريحان هم پژواک سره خبرو کې خوښي وښوده چې د ښوونځيو زدهکوونکو سره لوبه کوي.
هغه وويل، دا ډول لوبې بايد هر کال ترسره شي، څو د ښوونځيو او مدرسو زدهکوونکو ترمنځ اړيکې پياوړې او فاصلې کمې شي.
ورته مهال د خوست پوهنې رياست د بدنې روزني مدير وحيدالله بهار پژواک ته وويل، د زدهکوونکو د يووالي سربېره د نشهيي توکو مخنيوي په برخه کې يادې سيالۍ مثبتې تماميږي.
نوموړي زياته کړه، د دوی هڅه دا ده چې دا ډول سپورتي سياليو ته دوام ورکړي او په نورو سيمو کې یې هم ترسره کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP