ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ډاکټران: په وروستیو کې د اپنډکس پېښې ډېرې شوې دي

6 Aug 2023 - 19:30
6 Aug 2023 - 19:30

کابل (پژواک، ۱۵ زمری ۱۴۰۲): یو شمېر ډاکټرانو په دې وروستیو کې د اپنډکس پېښو له ډېرېدو خبر ورکوي او سپارښتنه کوي چې د ګېډې سخت درد، شدیدې تبې او زړه بدوالي په صورت کې باید ژر تر ژره ډاکتر ته مراجعه وشي.

ډاکټران وایي، د هوا په ګرمېدو سره د اپنډکس ناروغانو شمېر ډېريږي چې کله ناکله د مړینې لامل هم کېږي او د نښونښانو په صورت کې یې باید د خپلسرې درملنې مخنیوی وشي.

اپنډکس څه شی دی؟

د کابل ښار په وزیر محمداکبر خان روغتون کې د عمومي جراحۍ متخصص ډاکټر محمد‌رفیق مرام پژواک خبري اژانس ته وویل، اپنډکس یو کوچنۍ ټیوپ دی چې له کولمو سره نښلول شوی او د ګېډې لاندېنۍ ښۍ خوا کې موقعیت لري، د هغه ګټه دا ده چې د ګټورو باکتریاوو د ودې لپاره چاپېریال برابروي او دغه راز د خوړو په هضمولو او د بدن مقاومت لوړولو کې مرسته کوي.

هغه زیاته کړه، اپنډکس چې په کوم ځای کې شتون لري، دغه زایده له خوړو څخه ډکېږي چې باید تخلیه شي، که چېرې تخلیه نه شي نو پر التهاب او عفونت اوړي چې دغه حالت ته اپنډېسیټ (Appendicitis) ویل کېږي، دا التهاب که څه هم رایج دی، خو خطرناک دی.

 د هغه په خبره، د ګېډې سخت درد، د اشتها له منځه تلل، اسهال یا قبضیت، د زړه بدوالی، شدیده تبه، د ګېډې پړسوب، د معدې ګیس خراجولو وړتیا له لاسه ورکول او د مدفوع د دفع کولو توانایي له لاسه ورکول، د دې ناروغۍ نښې نښانې دي.

دغه راز د کابل ښار جمهوریت روغتون د جراحۍ ټرېنر متخصص ډاکترنقیب‌الله ارام وویل: «اپنډکس ډېره معمولي او یوه عامه ناروغي ده دا ناروغي په هر هېواد کې رامنځته کېږي، خو تر اوسه د دې ناروغۍ دقیق لامل معلوم نه دی.»

خو هغه زیاتوي چې ځيني وخت قوي پروتین لروونکي خواړه لکه غوښه، نخود او لوبیا د اپنډکس رامنځته کېدو لامل کېږي او ځيني وخت یوه کوچنۍ ټوټه د اپنډکس مجرا ته داخله شي هغه بندوي او د اپنډکس لامل کېږي.

اپنډکس د وقایې او درملنې وړ دی؟

ډاکټران وایي، د اپنډکس درملنه د افغانستان په ټولو روغتونو کې ممکنه ده، ناروغ باید ژر تر ژره روغتیایي مرکز ته ولېږدول شي.

ډاکټر محمدرفیق مرام وایي: «اپنډکس د وقایې وړ نه دی خو غوره ده چې ځيني ټکي په پام کې ونیول شي لکه حفظ الصحه، له مایعاتو ډېره ګټه اخیستل او له هغو خوړو ډېره استفاده وشي چې فیبر لري لکه میوه او ترکاري.»

هغه خلکو ته سپارښتنه کوي چې د یادو نښونښانو په ځانګړي ډول د نامه د شاوخوا سخت درد په صورت کې باید ژر ډاکټر ته مراجعه وشي.

نوموړي وویل، د اپنډکس درملنه د افغانستان په ټولو روغتونونو کې د امکان وړ ده او په یوه ډېرساده جراحي سره انسان له خطره ژغورل کېږي خو په دې شرط چې ناروغ ژر روغتیایي مرکز ته انتقال شي.

په ورته وخت کې، ډاکټر ارام د دې ناروغۍ نښونښانو ته په اشارې سره وویل، که چا دغه نښې په خپل ځان کې ولیدې باید ژر ډاکتر ته مراجعه وکړي؛ ځکه چې ځيني وخت ناروغي اختلاطي کېدای شي.

هغه زیاته کړه: «ډېر مهم ټکي چې باید موږ ټول یې په نظر کې ونیسو هغه دا دي چې په خپل سر درمل و نه خورو کله چې د درد لپاره په خپل سر او یا د غیرمسلکي ډاکټر له خوا قوي درملو استفاده شي درد له منځه ځي خو پټالوژي د ودې پر لور ځي، ڼو له دې امله ضروري ده چې له خپل سرو درملو نه استفاده ونه کړو.»

افغانستان کې د اپنډکس پېښې څومره دي؟

ډاکټر محمدرفیق مرام وایي: «اپنډکس یوه معمولي ناروغي ده چې توله نړۍ کې شته، خو دا ناروغي نظر عمر او فصل ته توپیر کوي لکه په اوړي کې د دغې ناروغۍ پېښې ډېریږي ځکه چې هوا ګرمیږي، د بدن مایعات کمېږي او په دې وخت کې پروټین لرونکې غذا خوړل اپنډکس ته ډېره زمینه برابروي.»

خو هغه وایي، ۲۴ ساعتونو کې اووه ناروغان لري او په دې وروستیو کې دغه روغتون ته د اپنډکس مراجعینو شمېر ډېر شوی دی.

نوموړی د یادې ناروغۍ د ډېرېدو لامل ګرمه هوا او له مایعاتو کمه استفاده بولي.

دغه راز په جمهوریت کې د جراحۍ ترینر ډاکټر نقیب الله ارام وایي: «دې وروستیو کې هېواد کې د دې ناروغۍ فیصدي ډېره شوې، البته دا د پټالوژي له نظره زیات نه شم ویلی خو د ټولنیزو عوامل له نظره وایم چې د هغې فیصدي ډېره شوې، په دې معنا چې زموږ خلک روغتیایي مرکزونو ته ژر مراجعه نه کوي او په لرې پرتو سیمو کې د نه امکاناتو له امله روغتیایي مرکزونو ته مراجعه نه کوي.»

هغه وویل: «موږ په تېر کال کې شاوخوا نږدې درې زره جراحي ناروغان لرل چې له هغې ډلې ۴۰ سلنه یې اپنډکس ناروغان وو که د اټکل له مخې یې حساب کړو شاوخوا ۱۲۰۰ اپنډکس ناروغان مو لرل.»

ناروغان د روغتون خدمات ستایي

په وزیر محمداکبرخان روغتون کې د اپنډکس یو ناروغ عبدالسلام وایي چې پرون یې عملیات شوی او اوس یې وضعیت ښه دی.

نوموړي زیاته کړه: «ډېر سخت درد راته پیدا شو او د ګېدې ښۍ خوا مې درد کاو داسې درد چې اصلاً د تحمل وړ نه و، کله چې روغتون راغلم راته یې وویلي چې اپنډکس یې، خدای دې ډاکټرانو ته خیر ورکړي عملیات یې کړم اوس شکر ښه یم.»

په ورته وخت کې، د کابل ښار د شهرارا د سیمې یوه دوکاندار میلاد چې خپل عملیات ته انتظار کوي ویې ویل: «له پرون راهیسې مې د نامه شاوخوا ډېر درد کاو، لومړی مې جدي و نه ونیوله، ویل مې ځه خو د ګېډې درد دی خو د زړه بدوالی او تبه راته پیدا شو، کله چې دلته راغلم راته یې وویل چې اپنډکس شوی یې یو ساعت وروسته مې عملیات دی پخیر.»

Views: 123

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version