[restrict paid=”true”]
کابل (پژواک، ۱۶ زمری ۱۴۰۲): د افغانستان د علومو اکاډمي وایي، تېر کال یې په بېلابېلو برخو کې ۴۶ علمي څېړنیزې پروژې بشپړې کړې او روان کال پر ۱۶۷ علمي څېړنیزو پروژو کار کوي.
د افغانستان علومو اکاډمي ادارې مسولینو ملت ته د دولت حساب ورکولو لړۍ په دوام خپلې یو کلنې کړنې لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې.
د افغانستان علومو اکاډمي منشي څېړنوال دوکتور رفیعالله نیازي ویلي، د یادې ادارې عمومي موخه د بشري، طبي، تخنیکي او اسلامي علومو په برخو کې علمي څېړنې دي.
نوموړي زیاته کړې، تېر کال د افغانستان علومو اکاډمي په بېلابېلو برخو کې ۴۶ علمي څېړنیزې پروژې بشپړې کړې او روان کال پر ۱۶۷ علمي څېړنیزو پروژو کار کوي.
د دوکتور رفیعالله نیازي په وینا، تېر کال د علومو په بېلابېلو برخو کې ۸۳ علمي – څېړنيز کنفراسونه جوړ شوي، په ملي سطحه ۶ علمي – څېړنيز سيمینارونه دایر او د علومو په بېلابېلو برخو کې ۳۳ عنوانه کتابونه چاپ شوي دي.
د افغانستان علومو اکاډمي منشي ویلي، د اریانا، کابل، خراسان، افغانستان، باستانشناسي، تبیان، طبیعت، کوشانیان، پښتو او د سيمهییزو مطالعاتو مجلو ۳۶ ګڼې چاپ شوې چې په بېلابېلو علمي برخو کې ۲۴۸ علمي – څېړنيزې مقالې لري.
څېړنوال نیازي تېر کال د افغانستان علومو اکاډمي ترسره شوي فعالیتونه د افغانستان د ژباړې ملي مرکز رامنځته کول، له ۳۶ علمي او فرهنګي مرکزونو او کتابتونونو سره د دوه زره او ۴۰۷ ټوکه کتابونو او ۶۰۸ علمي مجلو مرسته، د علومو اکاډمۍ کارکوونکو ته د قرآن کريم د ترجمې او تفسير پروګرام بشپړول او د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز د څېړنې ميتودولوژي له کورس څخه د ۲۱ تنه هېوادوالو فارغېدل یاد کړي دي.
هغه د ۱۴۰۲ کال لپاره د علومو اکاډمي له عمده پلانونو د ۵۰ علمي – څېړنيزو اثارو، ۳۶ علمي – څېړنيزو مجلو او ۵۰۰ ټوکه اريانا ادبي دايرةالمعارف چاپول، د شپږو علمي – څېړنيزو سيمینارونو دایرول، د بېلابېلو پلانونو جوړول، له بېلابېلو ژبو د اړتيا وړ ۳۰ اثارو ژباړل، د علومو اکاډمي د کتابتون ډيجيټل کول، د بانکوالي معاصرو مسایلو څېړنه او پر ۱۷۰ علمي – څېړنيزو پروژو کار پیلول بللي دي.
[/restrict]
Views: 47
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن