Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د اندونیزیا ولسمشر او د اسلامي همکاریو سازمان سرمنشي زده‌کړو ته د افغان نجونو پر لاسرسي ټینګار کړی

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، ۱۷ زمری ۱۴۰۲): د اندونیزیا ولسمشر او د اسلامي همکاریو سازمان سرمنشي په افغانستان کې زده‌کړو ته د نجونو او ښځو پر لاسرسي ټینګار کړی دی‌.

د اسلامي همکاریو سازمان له خوا په خپره شوې یوه خبرپاڼه کې راغلي، د دغه سازمان سرمنشي حسین ابراهیم‌ طه‌ جکارتا ته د رسمي پر مهال د دغه هېواد له ولسمشر جوکو‌ ویدودو سره ولیدل.

سرچینې زیاته کړې، دوی د افغان نجونو او ښځو د زده‌کړو او افغانانو ته د بشري مرستو پر رسېدو خبرې کړې دي.

بلخوا د اندونیزیا بهرنیو چارو وزیرې رتنو مرسودي په ټولنیزې شبکې اېکس کې لیکلي، دواړو مشرانو په جاکارتا کې سره لیدلي او زده‌کړو ته یې د افغان نجونو او ښځو پر لاسرسي ټینګار کړی دی‌.

هغې زیاته کړې، په دې لیدنه کې له افغانانو سره د اندونیزیا په ګډون د نورو هېوادونو د بشري مرستو پر اهمیت هم خبرې شوې دي.

د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې د جمهوریت له سقوط وروسته سرپرست حکومت له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځيو ته له تلو منع کړې، دغه راز د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په ۲۸مه یې نجونې او ښځې پوهنتونونو او کار ته له تلو وګرځولې‌.

سرپرست حکومت وایي چې دغه کار تر «بل امر» پورې شوی او پر یوې طرحې کار روان دی.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.