کابل (پژواک، ۲۱ زمری ۱۴۰۲): له څه مودې راهیسې پاکستاني چارواکو هغو تورونو ته زور ورکړی چې ګواکي افغانان د پاکستان ناامنیو کې ښکېل دي، خو ا.ا چې په وار، وار یې دا څرګندونې رد کړي، تېره اونۍ یې وویل، افغانستان کې ۱۸ پاکستاني داعشیان وژل شوي او د جګړې لپاره بهر ته تللو ته جهاد نه ویل کېږي.
د تېرې اونۍ مهم خبرونه:
- ملابرادر ترکیې ته د سفر پر مهال پانګوالو ته ډاډ ورکړ چې افغانستان کې د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره ده.
- متقي د یوناما له مشرانو سره خبرو کې له ا.ا سره د م.م پر مثبت تعامل خبرې کړي.
- سیګاروایي، ا.ا د نادولتي موسسو په چارو کې لاسوهنه کوي؛ چارواکي دا ادعا په کلکه ردوي.
- خلیلالرحمن حقاني: د بشري مرستو ۸۰ سلنه د مرستندویه بنسټونو له خوا حیف او میل کېږي.
- د پاکستان د پوځ مشر: پاکستان کې د ترهګرۍ پېښو کې د افغانانو ښکېلتیا د سیمې ثبات او سولې لپاره خنډ دی.
- مجاهد: ا.ا په هېڅ هېواد کې ناامني نه غواړي، او افغانستان د سیمې د هر هېواد د امنیتي ناکامۍ مسوول نه دی.
- مجاهد د پاکستاني چارواکو د ادعاوو په غبرګون کې: افغانستان کې ۱۸ پاکستاني داعشیان وژل شوي دي.
- مولوي محمدیعقوب مجاهد: څوک چې له افغانستانه بهر د جهاد په نیت ځي، دغه جنګ یې جهاد نه ګڼل کېږي.
- م.م، اوآیسي او ننګرهار کې ځینو مخورو افغانستان کې زدهکړو ته د نجونو پر لاسرسي ټینګار وکړ.
مرګژوبله
تېره اونۍ د هېواد په کچه په بېلابېلو پېښو کې نهه کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان وو.
د راپورونو له مخې، ناپېژانده وسلهوالو تخار کې ۲۱ کلنه نجلۍ، پروان کې يو بزګر، کندهار کې يو صراف، دایکندي کې يو ۱۸ کلن ځوان او سرپل کې يې يو کس وژلي.
امنيتي چارواکي وايي، نامعلومو کسانو ننګرهار کې يو کور ته لاسي بمونه غورځولي چې په کې دوه ماشومان وژل شوي او درې نور کسان تپيان شوي دي.
ځايي چارواکي وايي، اروزګان کې د هغه ځوان مړی موندل شوی چې اووه میاشتې مخکې نادرکه شوی و او تخار کې یوه کور ته ناپېژانده کسان ننوتلي، د چاقو په وسیله یې یو سړی وژلی او د هغه ښځه یې ټپي کړې وه.
یادونه: د مرګژوبلې یادې شمېرې پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځینو پېښو په اړه یې راپورونه نه وي ترلاسه کړي او یا سرچینو د مرګژوبلې کره شمېرې نه وي ښودلې.
د سرچينو د معلوماتو له مخې، وړمه اونۍ د هېواد په کچه په بېلابېلو پېښو کې ۱۱ کسان وژل شوي او اته نور ټپیان وو.
دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د وړم کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې، په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو ګڼو کسانو ته مرګژوبله اوښته.
د اسلاماباد ادعا او د کابل غبرګون
د پاکستان د پوځ مشر جنرال سیدعاصم منیر پېښور کې ویلي، پاکستان کې د ترهګرۍ لپاره هیڅ ځای نشته او په پاکستان کې د ترهګرۍ په پېښو کې د افغانانو ښکېلتیا د سیمې ثبات او سولې لپاره یو خنډ دی.
تر دې مخکې هم پاکستاني چارواکو ورته څرګندونې کړې وې.
د افغانستان سرپرست حکومت د پاکستاني چارواکو د وروستيو تورونو او ادعاوو په غبرګون کې یو ځل بیا ویلي چې په پاکستان کې د هيڅ برید طرفدار نه دی او چا ته اجازه نه ورکوي د افغانستان خاوره د نورو پر ضد وکاروي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد وايي، پاکستان کې له وروستیو خواشینوونکو امنیتي پېښو وروسته یو ځل بیا پاکستاني چارواکو د خپل هېواد د امنیت ټینګښت پر ځای د پړې ګوته افغانانو ته نیولې ده.
هغه زیاته کړې، د افغانستان اسلامي امارت دغه تورونه په بشپړ ډول ردوي او پاکستاني مسوولینو ته وریادوي چې افغانستان له اوږدو جګړو راوتلی هېواد دی او په بل هیڅ هېواد، په ځانګړې توګه ګاونډیو هېوادونو کې ناامني نه غواړي.
مجاهد ویلي، ا.ا یو ځل بیا خپل هغه اصولي دریځ تکراروي چې اجازه نه ورکوي د افغانستان خاوره د بل کوم هېواد امنیت خلاف وکارول شي او دا په دې معنا هم نه ده چې افغانستان د سیمې د هر هېواد امنیتي ناکامۍ مسوول وي.
هغه زیاته کړې، په تېر ۱۴۴۴هـ ق کال کې په افغانستان کې په بېلابېلو عملیاتو کې تر ۱۸ پاکستاني داعشیان وژل شوي چې په افغانستان کې یې چاودنې او بریدونه کول او لسګونه نور ژوندي نیول شوي چې ټول اسناد او شواهد یې موجود دي.
دغه راز، د اسلامي امارت د ملي دفاع سرپرست وزير مولوي محمد یعقوب مجاهد ويلي، که څوک له افغانستانه بهر د جهاد په نیت ځي، دغه جنګ یې جهاد نه ګڼل کېږي.
تر دې وروسته ځينې پاکستاني رسنیو راپور ورکړی و چې د اسلامي امارت مشر په پاکستان کې د جګړې په تړاو فرمان ورکړی؛ خو د اسلامي امارت ویاند دغه راپورونه او څرګندونې رد کړي دي.
ذبیحالله مجاهد ویلي چې د اسلامي امارت مشر پاکستان کې د جګړې پر ضد فرمان نه دی ورکړی؛ خو د سرپرست حکومت دارالافتا فتوا ورکړې چې په نورو هېوادونو کې جګړه باید د اسلامي امارت د فرمان پر بنسټ ترسره شي.
هغه ویلي: «دا څرګنده ده او دا شرعي حکم دی چې د اسلامي امارت د دارالافتا له خوا مطرحه شوی، نه د امیرالمومنین له خوا، بلکې دارالافتا د افغانستان اسلامي امارت مجاهدینو ته لارښونه کړې چې د جګړې لپاره بهر ته تللو ته جهاد نه ویل کېږي او په داسې حالاتو کې د امیر حکم او امر یا د مسلمانانو له امیر څخه اجازه اخیستل اړین دي.»
د یادونې ده، اسلاماباد کې د افغانستان سرپرست سفیر سردار احمدشکیب، تېره اونۍ د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند له مشر مولانا فضلالرحمن سره لیدلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د بېباورۍ پر له منځه وړو او د دوستانه اړیکو پر پياوړتیا خبرې کړې دي.
ترکيې ته ملا عبدالغني برادر سفر
تېره اونۍ د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په يوه کنفرانس کې د ګډون په موخه ترکیې سفر کړی او هلته یې له ترکي چارواکو سره هم لیدلي دي.
ملا برادر د ترکیې بهرنیو چارو له وزیر هاکان فیدان سره په ليدنه کې د ترکیې له حکومته غوښتي چې په دغه هېواد کې له مېشتو افغان کډوالو سره ښه چلند وکړي. راپورونه ښيي چې دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو، سوداګرۍ، سیمهییز اتصال او دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
د افغانستان د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال په ترکيه کې د دغه هېواد د بهرنۍ سوداګرۍ بورډ له مشر نایل اولپک او ځينې ترکي سوداګرو سره په ليدنه کې افغان او ترکي پانګوالو ته ډاډ ورکړی چې په افغانستان کې د سرتاسري امنیت په ټینګېدو سره د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره شوې ده.
د مثبت تعامل د دوام غوښته
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په کابل کې، د یوناما له رییسې روزا اوتونبایوا او سیاسي مرستیال مارکس پوټزل سره په کتنه کې له اسلامي امارت سره د ملګرو ملتونو او د دغه سازمان د غړو هېوادونو «د مثبت تعامل پر دوام» خبرې کړې دي.
پر مرستو څار
سیګار ادعا کوي چې د افغانستان سرپرست حکومت د نادولتي موسسو په چارو کې لاسوهنه کوي او افغانستان بانک د پیسو مینځلو او د ترهګرۍ له تمویل سره د مبارزې په برخو کې نیمګړتیاوې لري.
سرچینه ادعا کوي چې یوازې په اپرېل میاشت کې یې د لاسوهنو ۱۱۰ موارد ثبت شوي، دغه چاره په ۲۰۲۳ کال کې د بشري مرستو کمېدو لامل شوې او اړو کسانو ته د مرستو رسولو برخه کې خنډ ګرځېدلې ده.
دغه راز، د امریکا د استازو خونې د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر مایکل مککال هم ويلي چې سپینه ماڼۍ دې افغانستان ته د استول کېدونکو مرستو نظارت نور هم ډېر کړي.
خو د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد وايي: «موږ دا ادعا په کلکه ردوو؛ د اسلامي امارت له خوا د انجیوګانو او موسساتو په کارونو کې هیڅ ډول مداخله نه کېږي؛ خصوصاً د هغوی په مالي برخو کې، هغه د دوی په خپل واک کې دي او له خپل پروسیجر سره سم یې لګوي.»
هغه زیاته کړې: «یوازې که کله څوک شکایت وکړي، د وېش د شفافیت په اړه یا د ځینو امنیتي احتیاطي تدابیرو په اړه. اسلامي امارت له موسساتو سره همکار دی، خو د هغو په چارو کې هیڅ ډول مداخله نه لري او په دې اړه چې کوم رپورټونه خپاره شوي، موږ یې ردوو.»
په ورته مهال بيا د افغانستان د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزرات سرپرست خلیلالرحمن حقاني په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي له مرستیال دانیل اندریس سره په لیدنه کې ويلي چې د بشري مرستو ۸۰ سلنه د مرستندویه بنسټونو له خوا حیف او میل کېږي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي وایي چې دوی د بېلابېلو هېوادونو د مرستو د شفاف او خپلواک وېش لپاره مناسب چاپيريال برابر کړی دی.
د نجونو زدهکړې
د افغانستان سرپرست حکومت له شپږم ټولګې پورته د نجونو زدهکړې ځنډولي، خو ویلي یې دي چې دا پرېکړه دایمي نه ده او د شریعت په چوکاټ کې به ورته حللار ولټول شي.
د اندونیزیا ولسمشر جوکو ویدودو او د اسلامي همکاریو سازمان سرمنشي حسین ابراهیم طه په افغانستان کې زدهکړو ته د نجونو او ښځو پر لاسرسي ټینګار کړی دی.
دغه راز، د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي سلاکار لېونارډو ګارنیر ویلي چې په افغانستان کې د نجونو د زدهکړو پر وړاندې د بندیزونو له امله پر اسلامي امارت د نړۍوالې ټولنې او ملګرو ملتونو د فشارونه ساتل «حیاتي» دي.
خو ذبیحالله مجاهد وايي: «موږ په هغو مسایلو کې چې ارزښتي نه دي او شریعت ورته اجازه ورکوي، غواړو چې ښه تعامل ولرو. هغه موردونه چې هغوی پرې نیوکه لري، غواړو چې ځواب ورته ولرو او د تحمیل او فشار سیاست کومه پایله نه لري.»
دغه راز، ننګرهار کې ځینو مخورو د کورنیو چارو وزارت له سرپرست سراجالدین حقاني سره لیدنه کې غوښتنه کړې چې د نجونو زدهکړې دې پيل شي، ملت باید په حکومت کې ځانونه وویني او کار دې د کار اهل ته وسپارل شي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو علمي، ښوونیز او فرهنګي اداره یا یونسکو یوه راپور کې ویلي چې په نړۍ کې ۱۱۸،۵ میلیونه نجونې له زدهکړو محرومې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP