Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

یو جرمني وګړی پر بایسکل افغانستان ته راغلی

جلال‌اباد (پژواک،  ۲۴ وری ۱۴۰۴): یو جرمني ګرځندوی چې پر بایسکل افغانستان ته راغلی، د افغانانو له چلنده خوښي څرګندوي او وایي، دلته راتګ ورته د ژوند يوه نوې تجربه ده.

د هاوک په نوم دغه جرمنی ځوان له اروپا د ترکیې له لارې پر بایسکل ایران، نیپال، هند او پاکستان کې له ګرځېدو وروسته د تورخم له لارې افغانستان ته راغلی دی.

هغه اوس په ننګرهار کې دی او له پژواک خبري اژانس سره یې په خبرو کې وویل چې غواړي د افغانستان بېلابېلې سيمې ووینې.

دی د افغانانو له چلنده خوښي څرګندوي او وایي چې د افغانستان خلک ډېر مهربانه دي او دلته یې راتګ د ژوند یوه نوې تجربه ده.

دغه جرمني ګرځندوی ځوان وايي، پلان لري چې له افغانستان وروسته تاجکستان، ازبکستان، قزاقستان او ترکمنستان او له هغه ځایه بیا چین ته سفر وکړي او له هغه ځایه مغلستان ته ولاړ شي.

هغه زیاتوي، پر بایسکل د ګرځېدو دغه سفر به يې لس میاشتې دوام وکړي او د دغه سفر لپاره یې لګښت له مخکې چمتو کړی دی.

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ګرځندوی آمر عید محمد حنفي پژواک خبري اژانس ته وویل چې دوی په دغه ولایت کې د سیلانیانو لپاره بېلابېل امکانات او اسانتیاوې برابرې کړي دي او سیلانیان کولی شي له خنډ پرته ننګرهار ته سفر وکړي.

نوموړي زیاته کړه، چې دغه امریت له لوري لسګونه سیلانیانو ته ولسوالیو او تاریخي سیمو ته د تګ مناسب شرایط برابر شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.