ژبه

د کډوالو وزارت سرپرست: د بشري مرستو ۸۰ سلنه د مرستندویه بنسټونو له خوا حیف او میل کېږي

کابل (پژواک، ۱۷ زمری ۱۴۰۲): د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزرات سرپرست په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي له مرستیال سره په لیدنه کې وویل، د بشري مرستو ۸۰ سلنه د مرستندویه بنسټونو له خوا حیف او میل کېږي.

د کډوالو چارو وزارت پر خپله ټویټرپاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د یاد وزارت سرپرست خلیل‌الرحمن حقاني پرون په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال او هېواد لپاره د یاد سازمان د بشري مرستو همغږي کوونکي دانیل اندریس سره وکتل.

خبرپاڼه کې د حقاني په حواله راغلي، په دې کتنه کې له هېواد څخه بهر د افغانانو وضعیت او ستونزو او د افغانستان او ملګرو ملتونو اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کولو په اړه بحث وشو.

سرچینې د کډوالو وزارت د سرپرست په حواله ویلي: «زموږ او ستاسو موخې اړمنو او مستحقینو ته د مرستو رسول دي او هیله لرو چې نړۍوال همکاران خپلې مرستې ډېرې کړي.»

login or register a new account.