میمنه (پژواک، ۲۲ زمری ۱۴۰۲): د فاریاب ځيني قومي مشرانو په دغه ولایت کې د څښاک او کرنیزو اوبو د کمښت له امله اندېښنه ښودلې او خبرداری یې ورکړی، که د دهندرې بند کارونه بېرته پیل نه شي، خلک به له میمنې ښار او ځینو ولسوالیو څخه کوچېدو ته اړ شي.
هغوی د څښاک او کرنیزو اوبو د کمښت په اړه د میمنې په ښاروالۍ کې غونډه کړې او پرېکړه یې کړې چې له ښاروالۍ او د علماوو له شورا سره په همغږۍ د دغه ولایت د خلکو په استازیتوب ځيني کسان کابل ته لاړ شي او هلته به د سرپرست حکومت له چارواکو سره د دهندرې بند د چارو بیا پیلېدو په اړه خبرې وکړي.
د دغو قومي مشرانو او سپینږیرو په خبره، د میمنې ښار او د پښتونکوټ او خواجه موسی ولسوالیو ۶۰ سلنه اوسېدونکي چې پخوا یې د سرحوض له اوبو استفاده کوله، اوس د څښاک او کرنیزو اوبو له کمښت سره مخ ده.
د میمنې ښار د افغانکوټ د ګذر وکیل عبدالغفور تیموري وايي، د تېر حکومت پر مهال د دهندرې بند د جوړولو چارې پیل شوې، خو د ځینو لاملونو له امله یې کارونه بشپړ نه شول او بودجه یې حیف او میل شوه.
هغه زیاته کړه، د څاه ګانو د اوبو کچه ټيټه شوې چې له ۶۰ سلنه ډېر خلک د اوبو له کمښت سره مخ دي او سرپرست حکومت دې د اوبو د کمښت ستونزې ته رسېدنه وکړي.
د پښتونکوټ ولسوالۍ د سبز سیمې یو قومي مشر ډاکټر نورمحمد نوراني وایي، د ۴۱ کلیو اوسېدونکو د پرله پسې و چکالیو او د اوبو نشتوالي له امله له کرنې او سمسورتیا لاس اخیستی، ونې یې د له منځه تلو په حال کې دي او د څښاک اوبو له کمښت سره مخ دي.
هغه وویل که د دهندرې بند جوړ نه شي او وچکالي هم داسې دوام وکړي، نږدې راتلوونکې کې به د سبز سیمه پر للمي ځمکو بدله شي.
د میمنې ښار په لومړۍ ناحیه کې یوه قومي مشر عبدالوهاب اوبه د خدای یوه هدیه وګڼله، ویې ویل، چېرته چې اوبه وي هلته ژوند وي، خلک او حکومت وي.
هغه وویل چې د څښاک او کرنیزو اوبو کمښت خلک اندېښمن کړي او که د دهندرې بند جوړ نه شي شته ځمکې به هيڅ ارزښت ونه لري.
د فاریاب د قومي مشرانو د شورا رییس عبدالقدوس قلیچ وایي، په نننۍ ناسته کې د خلکو پر ستونزو چې د څښاک او کرنیزو اوبو له درکه وې خبرې وشوې، پرېکړه وشوه چې د ښاروالۍ او د علماوو شورا په همغږۍ د میمنې ښار له ناحیو د پښتونکوټ او خواجه موسی له ولسوالیو ځيني استازي اړوندو وزارتو له چارواکو سره د خبرو په موخه کابل ته لاړشي.
قلیچ زیاته کړه چې د میمنې ښار، پښتونکوټ او خواجه موسی ولسوالۍ د څښاک او کرنیزو اوبو له کمښت سره مخ دي څو چې د دهندرې بند جوړ او بشپړ نه شي، خلک به د اوبو له قحطۍ سره مخ وي.
هغه وویل چې د دهندرې بند چارې د تېر حکومت پر مهال پیل شوی او یو څه چارې یې هم ترسره شوي، په کابل کې د اسلامي امارت له چارواکو سره په لیدنه کې به غوښتنه وکړي څو قراردادي شرکت د یاد بند کارونو ته دوام ورکړي.
بلخوا، د میمنې ښاروال داملا ګلاحمد مبشر ډاډ ورکړ چې د اوبو د کمښت او د دهندرې بند جوړولو موضوع د اسلامي امارت له مرکزي چارواکو سره مطرح کوي او د هغې په حل کې به همکار واوسي.
هغه وویل چې اوسنی نظام په خلکو مهربان او خدمت ته چمتو دی.
د مسوولو سرچینو د معلوماتو له مخې، د فاریاب د پښتونکوټ ولسوالۍ د دهندرې بند د جوړولو قرارداد له مپټا ګروپ سره شوی چې عملي چارې یې د ۱۳۹۶ کال د لړم په ۳۰مه د هغه مهال د اوبو او انرژۍ وزیر علياحمد عثماني له خوا پیل شوې، خو د ۱۳۹۹ کال د لېندۍ په وروستیو کې د شرکت له خوا د امنیتي ستونزې له امله، ودرېدې.
د یادونې ده، پژواک د دهندرې بند د جوړولو او د هغه د چارو درېدو لاملونو په اړه پنځه راپورنه خپاره کړي وو.
د هغه مهال د اوبو او انرژۍ وزیر په خبره، د دهندرې بند د افغانستان له پنځو لویو بندونو څخه دی چې ۶۷ متره لوړوالی لري، له ۲۰ میلیونو ډېرو مترمکعب اوبو ذخیره کولو وړتیا لري، په پنځو کلونو کې به د دولت له بودجې د څه باندې ۳۷ میلیونو ډالرو په لګښت بشپړ شي چې شاواخوا ۴زره هکتاره ځمکه خړوبوي او یو نیم میګاواټه برېښنا تولیدوي، له دې پرته سیلانیانو ته به د تفریح او کبانو نیولو زمینه هم برابره شي.
Views: 16
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن