Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ډاکټرانې: له سیاسی تحول وروسته زموږ کار کې بدلون نه دی راغلی، خو د نجونو پر زده‌کړو بندیز د اندېښنې وړ دی

کابل (پژواک، ۲۳ زمری ۱۴۰۲): ځینې ښځینه روغتیایي پرسونل په داسې حال کې چې وایي د دوو کلونو په اوږدو کې یې په کار کې کوم بدلون نه دی راغلی او له کومې ستونزې سره مخ نه دي، خو په ډېرو دولتي ادارو کې د ښځو پر کار او زده‌کړه لګول شوي محدودیتونه د اندېښنې وړ بولي او غواړي چې دا بندیزونه له منځه لاړ شي.

هغوی د نجونو پر زده‌کړو د محدودیتونو لګول د توجیه وړ نه بولي او د دغه حالت دوام ټولو سکتورونو په ځانګړې توګه د صحت سکټور ته سخت زیان بولي.

دغه راز په کابل ښار د نسایي ولادي ډاکټرانو د ټولنې د بورډ غړې او متخصصې ډاکټر شینکۍ وردک پژواک خبري اژانس ته وویل، د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري په ۲۴مه چې کله سیاسي نظام ړنګ شو نو د ډېرو حکومتي ادارو ډېری ښځینه کارکوونکو خپله دنده له لاسه ورکړه؛ ښوونځي ته له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو پر تګ بندیز ولګېد او همدارنګه پوهنتونونو ته هم د نجونو پر تګ بندیز ولګېد خو د صحت په برخه کې د ښځو په کار کې کوم بدلون نه دی راغلی.

هغه زیاته کړه: «زموږ مسلک یو داسې مسلک دی چې په هغه کې ډېر توپیر نه حس کېږي ځکه موږ د جمهوریت پر مهال هم ډاکټرانې وو او اوس هم یوو، خپلې دندې ته ادامه ورکوو او د تېر او اوسني نظام تر منځ زموږ په کار کې کوم بدلون نه دی راغلی.»

نوموړې زیاتوي، د خصوصي روغتیایي پرسونل په کار کې هم بدلون نه دی راغلی خو د تخصصي ازموینې نه اخیستل او د پوهنتونو ځنډېدل جدي ستونزه ده چې د روغتیایي پرسونل د کمښت لامل به شي.

همدا راز هغه وویل: «موږ د روغتیايي پرسونل کمښت سره مخ یوو، ان په لویو روغتونو کې هم دې ستونزې سره مخ یوو او دا کمښت د نظام له ړنګېدو وروسته لا ډېره شوه، ځکه ټول ویني چې زموږ یو شمېر ډاکټرانو وطن پرېښود او هغه ډاکټرانې چې نوې فارغې شوي، هغوی لپار زمینه برابره نه ده چې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي او مهارت ترلاسه کړي څو د هغو نورو ډاکټرانو ځای‌ناستې شي.»

داکټر شینکۍ وردګ وویل، د سیاسي نظام په بدلېدو هېواد کې امنیت ښه شوی خو په نورو برخو کې د ښځو پر کار محدودویتونه او له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د ښوونځي پر تګ بندیز د اندېښنې وړ دی او دوام به یې ستونزې رامنځته کړي.

هغه زیاته کړه: «د یوې مور او ښځې په توګه له دولته غواړم، ښځه کمزورې مه ګڼئ، ښځه د ټولنې نیمایي برخه ده، زه نه غواړم چې یوازې د روغتیا په برخه کې ښځې کارکوونکې ولرو، غواړم چې په هره ادارې کې ښځې موجودې وي او کار وکړي، غواړم نجونو ته هم اجازه ورکړل شي چې زده‌کړې وکړي.»

دغه راز په کابل ښار کې د شخصي روغتونونو یوه نرسه جمیله احمدي وایي، چې د ښځینه‌ روغتیایي پرسونل په کار کې هم کوم محدودیت نه دی وضع شوی.

نوموړې زیاته کړه: «موږ د روغتیا په برخه کې کوم خاص بدلون سره نه یو مخ شوي، د پخوا په څېر کار ته راځو او په تګ راتګ کې هم ستونزه نه لرو.»

خو هغه هم د ډاکټر شینکۍ په څېر د نجونو د پوهنتونونو، منځنیو زده‌کړو، لیسو او ښوونځیو د ځنډېدو له امله اندېښمنه ده او غواړي چې د نجونو پر مخ تعلیمي او تحصیلي مرکزونه پرانیستل شي.

همدارنګه د کابل ښار د ملالۍ زېږنتون روغتون رییسه ډاکټر ملالۍ رحیم فیضي پژواک ته وویل، د پخواني سیاسي نظام په بدلون د روغتیا په برخه کې د ښځینه کارکوونکو په کار کې کوم بدلون نه دی راغلی.

هغې زیاته کړه: «مخکې هم روغتون ته تلم، نوکري مې درلوده، اوس هم هماغه خدمتونه ترسره کوم، په روغتون کې د قابلو او ډاکټرانو په کاري چاپیریال کې کوم ځانګړی بدلون نه دی رامنځته شوی، مخکې مو هم همدا څادر او حجاب اغوسته او له کوره تر روغتونه په موټر کې راتلو او اوس هم هماغه ډول دی، کوم ډېر بنسټیز بدلون نه دی رامنځته شوی، یوازې ځیني بدلونونه احساسېږي، هغه دا چې حجاب لږ اوږود اغوندو، هغه هم روغتون ته د تګ راتګ پر مهال، په روغتون کې دننه خپل ځانګړی یونیفورم لرو.»

د سرچینې په خبره، د دغه روغتون کاري خدمتونه د مخکې په پرتله ښه شوي او یوه میاشت کېږي چې په دې روغتون کې د لایزري عملیاتو ترسره کولو زمینه برابره شوې ده.

نوموړې زیاتوي، په ټولو برخو کې په ځانګړې توګه د نسایي ولادي برخه کې د خدمتونو عرضه لا غوره شوې ده.

هغې وویل: «یوه بله ستونزه وروسته له وخته د ټرینرو ډاکټرانو نشتون و خو اوس ټولې ټرینرې ډاکټرانې په سمه توګه د خپلې نوکرۍ په ورځ موجودې وي، په دې دوو کلونو کې ټول بدلونونه مثبت وو، ما خپله کوم منفي بدلون نه دی لیدلی، موږ د لا غوره کېدو او ښه کېدو پر لور روان یوو.»

ډاکټرې فیضي هم د نجونو د زده‌کړو د محدودیتونو ادامه د توجیه وړ ونه بلله او له سرپرست حکومته یې وغوښتل: «د یوې ډاکټرې په توګه له اسلامي امارته زما غوښتنه همدا ده چې ټولو نجونو لپاره د زده‌کړو زمینه برابره شي.»

خو د لوړو زده‌کړو وزارت ویاند حافظ ضیااالله هاشمي پژواک خبري اژانس ته وویل: «فرمان صادر شوی او تر امر ثاني ځنډول شوی، موږ اوس اړ یو چې اطاعت وکړو، په دې برخه کې تر امر ثاني پورې پوښتنه کول د وخت ضایع کول دي.»

خو د یو راپور پر بنسټ کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج‌الدین حقاني د روان کال د زمري په څلورمه، د سه شنبې په ورځ هرات ته د یو سفر په ترڅ کې د نجونو پر مخ د تعلیمي بنسټونو د پرانیسو لپاره د مناسبې حل لارې پیدا کولو په موخه د حکومت د هڅو یادونه کړې ده.

دغه راز د پژواک د یو بل راپور پر بنسټ، د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معاون شیرمحمدعباس ستانکزي مخکې ویلي وو، هیڅوک د نجونو د زده‌کړو مخالفت لپاره شرعي دلیل نه لري او د افغانستان ټول جید علما په دې اړه په یو نظر دي چې ژر تر ژره د تعلیم زمینه برابره شي.

هغه زیاته کړه: «ما څو ځله ویلي او اوس هم په صریح الفاظو وایم چې تعلیم پر ښځه او نارینه فرض دی؛ ښوونځي دې پرته له تبعیضه د ښځې او نارینه‌ پر مخ پرانیستل شي؛ علما شته، هیڅوک د تعلیم له فرضیه انکار نه شي کولی، تعلیم پر ښځې او نر مطلق فرض دی، باید ژر تر ژره د مدرسو او ښوونځیو دروازې د ټولو پر مخ پرانیستل شي.»

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.