ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غیرقانوني کډوالي؛ ځوانان په هېواد کې د کاري فرصتونو غوښتنه کوي

غیرقانوني کډوالي؛ ځوانان په هېواد کې د کاري فرصتونو غوښتنه کوي

author avatar
14 Aug 2023 - 19:22
غیرقانوني کډوالي؛ ځوانان په هېواد کې د کاري فرصتونو غوښتنه کوي
author avatar
14 Aug 2023 - 19:22

کابل (پژواک، ۲۳ زمری ۱۴۰۲): هغه ځوانان چې ایران او بیا اروپایي هېوادونو ته په قاچاقي ډول د تلو هوډ لري، په هېواد کې د کاري فرصتونو غوښتنه کوي څو نورو هېوادونو ته کډوال نه شي.

د اوړي په سختو ګرمو ورځو کې د کابل ښار د کمپنۍ سیمه د ډېرو هغو خلکو شاهده ده چې غواړي نیمروز او له هغه وروسته په غیر قانوني لارو ایران ته لاړ شي.

دغه ځوانان د هېواد له بېلابېلو ولایتونو کابل ته راغلي څو له دې لارې نیمروز او له هغه ورسته پر قاچاقي سختو لارو ځانونه ایران ته ورسوي.

هغوی د دې سفر لاملونه اقتصادي ستونزې او بې‌کاري یادوي او زیاتوي، اړ دي چې ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي ډول ایران ته لاړ شي.

پژواک توانېدلی چې د دغو ځوانانو له ډلې له څلورو سره یې خبرې وکړي او دا نور یې د شخصي ستونزو له امله خبرو ته حاضر نه شول.

له دغې ډلې د کابل ښار اوسېدونکى نقيب‌الله چې په کمپنۍ سيمه کې نيمروز ولايت ته روان دى، وايي هوډ لري په قاچاقي ډول له نيمروزه ايران، عراق او له هغه ځایه ترکيې ته لاړ شي.

د هغه په خبره، ۸۰ سلنه ځوانان د بې‌وزلۍ او بې‌کارۍ له امله نورو هېوادونو ته ځي د هغو موخه په نورو هېوادونو کې د ژوند جوړول دي.

هغه زیاتوي چې د مدیریت په برخه کې د لیسانس سند لري او پر انګلیسي ژبه هم مسلط دی.

هغه وویل چې له بدلون مخکې یې دنده درلودله او ځینو کورسونو کې یې درس ورکاوه او د عکاسۍ دوکان یې هم درلود خو له تحول وروسته بېکاره شوی دی.

نوموړي وویل هڅه کوي چې مخکې لاړ شي او اروپایي هېوادونو ته ورسېږي.

دی د ژمن دولت غوښتنه کوي او وایي چې په هېواد کې دې د ځوانانو لپاره د کار زمینه برابره شي.

په ورته وخت کې د بلخ د چهاربولک ولسوالۍ یو اوسېدونکی قیس‌احمد وایي، د خپلې سیمې له ۱۷ نوروکسانو سره ایران ته د تللو لپاره کابل ته راغلی دی.

 هغه زیاتوي، په افغانستان کې کار نشته او غواړي چې نورو هېوادونو ته لاړ شي څو کار وکړي او خپل راتلوونکی جوړ کړي.

د هغه په خبره، دوه نور ورونه یې هم ورسره شته او دا ۱۷ کسان د بې‌وزلۍ او مجبورۍ له امله ایران ته ځي.

هغه وویل چې له دارالمعلیمن نه فارغ دی، مخکې یې دوکان درلود بیا وروسته یې ټکسي چلوله او اوس د ایران پر لور روان دی.

هغه وایي: «له کور سره مې خدای په اماني و نه کړه، ډېر خفه شول، کله چې کابل ته راغلم زنګ مې ورته وکړ.» هغه هم لکه سلګونو نورو ځوانانو له حکومته کار غواړي.

د کندوز یو اوسېدونکی ادریس هم وایي، هېواد کې کار نشته او غواړي چې له ایران نه ترکیې ته لاړ شي.

هغه وایي: «یو ځلې مخکې هم په قاچاقي لاره تللی وم، دومره سختۍ مې تېرې کړې چې شپږ ورځې مې ډوډۍ نه وه خوړلې.»

نوموړي وویل، په کورنۍ کې یې بل څوک نشته چې کار وکړي، ځي چې غریبي وکړي څو خپلې کورنۍ ته پیسې پیدا کړي.

هغه وایي ځوانان مجبور دي چې لاړ شي، ځکه دلته کار نشته.

ادریس له حکومته غواړي چې ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي.

د کندوز یو بل اوسېدونکی علم‌احمد مرادي هم وایي چې د ایران پر لور ځي څو کار وکړي او پیسې پیدا کړي.

د مسافر وړونکو د یوه ترانسپورتي شرکت استازی شهنشاه وایي، د ورځې ډېر ځوانان راځي او د دوی له شرکته د نیمروز لپاره ټکټونه اخلي.

نوموړي وویل چې د دغو موټرونو له ډلې چې له کمپنۍ ځي، ۱۰ سلنه یې کندهار، ۵ تر ۶ سلنه یې هرات او پاتې نور یې نیمروز ته ځي.

د هغه په خبره، د دې وضعیت دوام د هېواد پر زیان دی.

په ورته وخت کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مطبوعاتو مسوول سمیع‌الله ابراهیمي پژواک ته وویل، څه موده وړاندې د کار عالي شورا خپله لومړنۍ ناسته ترسره کړه چې هغې کې د کارفرمایانو اتحادیه او د کارګرانو اتحادیه غړیتوب لري او هڅه کوي چې کاري فرصتونه برابر کړي.

هغه وویل د کار او ټولنیزو چارو وزارت خپل امکانات په کار اچولي.

نوموړي زیاته کړه، په افغانستان کې ستونزه دا ده چې کارګران لازمه وړتیا او فن نه لري او وزارت ورته فني او حرفوي زده‌کړې ورښیي څو د کار په پیدا کولو کې له ستونزو سره مخ نه شي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره پنجشنبې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي وو، په ایران او پاکستان کې د ژوند لګښتونو ډېروالي او له لسیزو وروسته د ژوند بیاجوړولو ته لېوالتیا لامل شوي چې افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

د یادونې ده، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې خبر ورکړی و چې تېر کال څه باندې ۹۵۲ زره افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

Views: 29

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.