ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چین: تېرو دوو کلونو کې افغانستان باثباته و او راتلونکی یې بېرته د افغانانو لاس ته ورغلی

چین: تېرو دوو کلونو کې افغانستان باثباته و او راتلونکی یې بېرته د افغانانو لاس ته ورغلی

author avatar
16 Aug 2023 - 17:16
چین: تېرو دوو کلونو کې افغانستان باثباته و او راتلونکی یې بېرته د افغانانو لاس ته ورغلی
author avatar
16 Aug 2023 - 17:16

کابل (پژواک، ۲۵ زمری ۱۴۰۲): د اسلامي امارت بیا واکمنېدو دوو کلونو پوره کېدو سره هم‌ماله، د چین بهرنيو چارو وزارت ویاند په افغانستان کې وروستیو بدلونونو ته په اشاره ویلي، «له بهره نظامي مداخله، سیاسي نفوذ او ډیموکراتیک بدلون» به بې‌ګټې وي او ناروین به رامنځته کړي.

اناتولي خبري اژانس راپور ورکړی چې د چین بهرنيو چارو وزارت ویاند وانګ ونبین ویلي، افغانستان په تېرو دوو کلونو کې باثباته و او راتلونکی یې بېرته د افغانانو لاس ته ورغلی دی.

هغه د کابل سقوط په افغانستان کې د امریکا «نظامي او سیاسي ماته» وبلله، وېې ویل، «له بهره نظامي مداخله، سیاسي نفوذ او ډیموکراتیک بدلون» به بې‌ګټې وي او ناروین به رامنځته کړي.

همدارنګه د چین بهرنيو چارو وزارت ویاند په افغانستان کې د ټولګډون حکومت پر جوړېدو، د ښځو او قومي اقلیتونو حقونو پر تامین ټینګار وکړ او د اسلامي امارت له چارواکو یې وغوښتل چې دغو هیلو ته د ځواب ویلو لپاره فعال عمل وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.