کابل (پژواک، ۳۰ زمری ۱۴۰۲): د پوهنې وزارت وایي، دا مهال په هېواد کې ۲،۷ میلیونه نجونې له لومړي تر شپږم ټولګي پورې پر زدهکړو بوختې دي خو له شپږم ټولګي پورته د ۱،۳ میلیون نجونو زدهکړې ځنډول شوې دي.
دغه څرګندونې د پوهنې وزارت د دفتر رييس او سلاکار مولوي عزيزاحمد ريان د حکومت له لوري ملت ته د حساب ورکولو غونډه کې وکړې.
ريان وويل، په ټول هېواد کې ۲،۷ میلیونه نجونې له لوموړي تر شپږم ټولګي پورې پر زدهکړو بوختې دي خو له شپږم ټولګي پورته د ۱،۷ میلیون نجونو زدهکړې ځنډول شوې دي.
دغه راز په دې غونډه کې د پوهنې وزارت اداري مرستیال مولوی صبعتالله وصیل له شپږم ټولګي پورته د نجونو زدهکړو د بېرته پيل په اړه وويل: «د دې موضوع په اړه د اسلامي امارت رهبري، د اسلامي امارت مختلفو وزارتونو، وزیرانو او ویاندویانو پر خپل وخت وضاحتونه ورکړي او زما په فکر هماغه به کفایت کوي.»
دغه راز په دې غونډه کې د پوهنې وزارت مرستیال مولوي کرامتالله اخندزاده وویل چې تېر کال په ټول هېواد کې څه باندې ١،٢ ميليونه نوي زدهکوونکي د زدهکړو لپاره دولتي او خصوصي ښوونځیو ته جذب شوي چې څه باندې ٥٥٦ زره يې نجونې دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په ټول هېواد کې د نجونو په ګډون ١٠،١ ميليون زدهکوونکي ښوونځيو کې پر زدهکړو بوخت دي.
نوموړی وایي، په ټول هېواد کې ۳۷۸۰ کلیوالي او د چټکو زدهکړو ټولګي د همکارو موسسو له خوا جوړ شوي چې ۳۵ زره او ۸۲۸ هلکان او ۵۹ زره او ۲۴۷ نجونې زدهکوونکي لري.
د هغه د معلوماتو له مخې، دا مهال په ټول هېواد کې د اسلامي زدهکړو په مرکزونو ٣٣٠ زره زدهکوونکي په زدهکړو بوخت دي چې څه باندې ٩٤ زره يې نجونې دي.
دى وایي، تېر کال ۱۲۱ نوي ښوونځي تاسیس شوي چې له دې سره په ټول هېواد کې د عمومي زدهکړو د دولتي او خصوصي ښوونځیو شمېر ۱۸۰۱۰ ته رسېږي.
هغه وویل چې په ټول هېواد کې د اسلامي او دیني زدهکړو ۱۴ زره مرکزونه د پوهنې وزارت په سیستم کې ثبت شوي دي.
هغه وایي، په ۱۴۰۱ کال کې د اسلامي زدهکړو پروګرام کې د مرکز او ولایتونو په کچه ۱۱۰۷ استادان ګومارل شوي چې ۴۸۹ ښځې دي.
د اخندزاده په خبره، ۱۰۰ زره بستونه د اسلامي زدهکړو برنامې (مدارسو، دارالحفاظونو او دارالعلومونو) ته نوي منظور شوي چې عملاً یې د ګومارنې پروسه روانه ده.
Views: 130