ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې د مڼو حاصلاتو ډېرېدل؛ بڼوال له حکومته د بازار او سړو خونو غوښتنه کوي

غزني کې د مڼو حاصلاتو ډېرېدل؛ بڼوال له حکومته د بازار او سړو خونو غوښتنه کوي

غزني‌ښار (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ۱۴۰۲): غزني کې یو شمېر بڼوال وایي چې سږ کال دغه ولایت کې د مڼو حاصلات د نورو کلونو په نسبت د پام وړ ډېر شوي، خو د مناسب بازار او سړو خونو له نشتوالي شکايت کوي.

دغه بڼوال که څه هم د خپلو باغونو حاصلاتو ته خوښ دي خو زیاتوي، ترلاسه کېدونکي عواید یې پر باغونو شوی لګښت هم نه پوره کوي.

د غزني مرکز اړوند وزیراباد سیمې یو بڼوال محمدحسن پژواک خبري اژانس ته وویل چې سږ کال یې د مڼو حاصلات شاوخوا ۶ زره منه کېږي چې د تېرو کلونو په نسبت ډېر دي، خو بازار نشته.

د هغه په خبره، تېر کال یو من جاپانۍ، سوپرګلډن، ریچیپ او رېډي مڼې تر ۳۰۰ افغانیو پلورل کېدې خو سږ کال له ۱۰۰ تر ۱۵۰ افغانیو پورته نه پلورل کېږي.

هغه وايي: «اوس د مڼو د راټولولو وخت دی؛ خو پېرېدونکي لږ دي، نو مجبور یو خپل حاصلات د دې لپاره په ټيټه بيه وپلورو چې خراب نه شي.»

یو بل بڼوال رحمن‌الله وایي چې د مارکېټ او سړو خونو نشتوالي له امله مېوې په کمه موده کې په لږه بیه پلوري.

د هغه په خبره، حکومت بايد د ميوو د بيې د ټيټوالي په صورت کې د سړو خونو جوړولو کوښښ وکړي، څو د يو څه مودې لپاره مېوې وساتل شي.

هغه زیاته کړه، کله چې سړې خونې وي، مېوې ساتل کېږي او د بازار له غوښتنې سره سم عرضه کېږي، بیا بڼوال او خلک نه زیانمنېږي.

د مڼو باغونه د غزني ښار په ګډون د دغه ولایت په خواجه عمري، خوګیاڼي، واغظ، ده یک، اندړ، قره‌باغ، مقر، ګېلان، جاغوري، مالستان، اجرستان او نورو ولسوالیو کې موجود دي.

بڼوال له اړوندو چارواکو غوښتنه کوي چې د کرنیزو محصولاتو لپاره سړې خونې او مناسب مارکېټ پیدا کړي څو د بڼوالو اقتصادي ستونزې هوارې شي او ترڅنګ یې د مڼو بڼوالۍ وده وکړي.

د غزني د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي ادریس حنیف د مارکېټ او سړو خونو نشتوالي په اړه د خلکو د اندېښنو په تایید سره وایي، دوی هڅه کوي چې دولتي بنسټونه، ملي سوداګر او نړۍوالې موسسې وهڅوي څو د بڼوالو او بزګرو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

حنیف د باغونو د حاصلاتو پر ډېرېدو خوښي وښوده، خو زیاته یې کړه: «د غزني ټولې مېوې په یوه فصل کې پخېږي نو طبعاٌ به یې مارکېټ سوړ وي، خریدار به ورته په مشکل پیدا کېږي.»

د مسوولینو د معلوماتو له مخې، غزني ولایت د هېواد یو له هغو ولایتونو دی چې ۸۰ سلنه وګړي یې د کرني او مالدارۍ پر کارونو بوخت دي او د عوایدو سرچینه یې هم تر ډېر له همدې لارې ده.

Views: 61

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.